• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خبریالانو په نوم مرسته شوې پیسې افغان خبریالانو ته نه دي ورکړل شوي

د خبریالانو په نوم مرسته شوې پیسې افغان خبریالانو ته نه دي ورکړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/22

سره له دې چې افغان خبریالان دننه په هېواد کې له اقتصادي ستونزو، کاري فرصتونو نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؛ خو له دې هر څه سره سره بیا هم هغه ډېر کله له هغې مرستې محروم پاتې کېږي، چې د نړیوالو ملاتړو بنسټونو له لوري ورسره کېږي.

د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون وایي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې له شااوخوا ۲۰۰ افغان خبریالانو، له هر کس  سره ۳۵۰ یورو او په پاکستان کې له مېشتو افغان خبریالانو سره د نقدي مرستو ترڅنګ د سرپناه او درملنې برخه کې مرستې کړي.

یاد فدراسیون زیاتوي:«« نږدې ۲۰۰ ژورنالیستانو ته چې په افغانستان کې پاتې دي په اوسط ډول ۳۵۰ یورو وړیا مرستې ورکړل شوي، چې ډېری یې د تغذیې، د شپې سرپناه او درملو په برخه کې دي. هغه ژورنالستان چې دا مهال په پاکستان کې دي او بهرته د تګ ویزې یې اخېستې، د ټکټ د پېرلو لپاره هر یوه ته دوه زره یورو ورکړل شوي. د پاکستان د ژورنالیستانو فدرالي ټولنې ته نږدې ۴۰ زره یورو ورکړل شوي څو په اسلام اباد کې افغان کډوالو خبریالانو ته استوګنځی چمتو کړي.»

په کور دننه افغان خبریالان چې له کړاوونو او ستونزو سره سره بیا هم خپلو ژورنالیستیکي فعالیتونو ته دوام ورکوي وايي، تر دې دمه یې د مرستې په توګه څه نه دي ترلاسه کړي او نه هم د کوم کورني او بهرني بنسټ له لوري په دې تړاو له دوی سره اړیکه نیول شوې.

خبریال حیدرمحمد نظري وايي:«  زه افغانستان کې د یوه خبریال په توګه دنده ترسره کوم. له بده مرغه دغه مرستې چې له خبریالانو سره ښودل شوې، نه یم ترې مستفید شوی او زما په څېر لسګونه نور خبریالان هم دي چې افغانستان کې فعالیت کوي، خو له دغو مرستو بې خبره دي.»

خو د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنه، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه او نور اړونده بنسټونه د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون له لوري د مرسته شویو مرستو د ویش له څرنګوالي ناخبري ښیي.

د خپلواکو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي:«  په ۲۰۲۳ کال کې د افغان خبریالانو خپلواکې ټولنې د خبریالانو له نړیوال فدارسیون هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او دا خبره یې چې کړې چې له ۲۰۰ خبریالانو سره یې مرسته کړې، هېڅ مالومات هم نه لري او جریان کې هم نه ده.»

له افغانستانه بهر په پاکستان کې افغان خبریالان چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدلو وروسته اروپايي هېوادونو ته د تلو په تمه دي، له دې مرستو بې خبري ښيي او وايي، د خبریالانو نړیوال سازمان د پاکستان ژورنالیستانو فدرالي ادارې ته، له دوی سره د مرستې په نوم ورکړي څه نه دي ترلاسه کړي.

پاکستان کې د افغان خبریالانو شورا مشر  ظاهر بهاند وايي:«  پاکستان کې له افغان خبریالانو سره هېڅ مرسته نه ده شوې او په دې کې تر ډېره د پاکستان رسنیو مرکز مسوولین ګرم بلل کېږي.»

پاکستان کې افغان خبریاله شکریه سادات وايي:« زه له دغو مرستو بې برخې یم. که څه هم ما ایمېل کړی خو منفي ځواب یې راکړی او راته ویلي یې دي چې همکاري راسره نشوي کولی. »

په داسې حال کې چې د افغان خبریالانو د ملاتړ په نوم مرسته شوې مرستې حیف او میل کیږي د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي هرات کې له افغان خبریالانو د ملاتړ او د دوی د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د مرستو صندوق د رامنځته کېدو خبر ورکړی.

دا لومړی ځل نه دی چې له افغان خبریالانو سره د نړیوالو اړونده بنسټونو له لوري نقدي مرستو کې لاسوهنه کیږي له دې وړاندې هم ورته چاره په ځلونو پېښ شوې چې له کبله یې ډېر کله په ستونزو د راګیر خبریالانو غږ پورته کړی خو چا یې ورته ستونزې نه دي حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist