Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه ؛ پخوانیو چارواکو او سیاسونو خپلو پیغامونو  کې پر یووالي ټېنګار کړی

د افغانستان خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه ؛ پخوانیو چارواکو او سیاسونو خپلو پیغامونو  کې پر یووالي ټېنګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/20

د زمري یا اسد ۲۸ مه نېټه ده د افغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو له ۱۰۴مې کلیزې سره برابره ده.

پوره ۱۰۴ کاله وړاندې د وخت واکمن عليحضرت شاه غازي امان الله خان انګريزي ښکېلاک ته د افغان ویاړلي ملت په زور ماته ورکړه او خپله خپلواکي یې اعلان کړه.

د اسلامي امارت د رهبرۍ غړو او د تېر جمهوري نظام ګڼو سیاستوالو او چارواکو د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې په مناسبت په خواله رسنیو کې افغانانو ته مبارکي ويلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په همدې تړاو خپاره کړي پیغام کې د پایداره سولې او ثبات هېله څرګنده کړې او ټینګار يې کړی، چې د نورو له محتاجۍ د خلاصون لپاره تعليم او تحصيل اړین دی.

کرزي له سرپرست حکومت د دې تاریخي ورځې په مناسبت غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بندې دروازې پرانېزي.

کرزي زیاته کړې:« په دې تاریخي ورځ یو ځل بیا له  د اسلامي امارت له  سپرست حکومت غواړم چې ژر تر ژره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانېزي او په ټول هېواد کې دې د تعلیم او زده کړو زمینه برابره کړي، تر څو د نورو له محتاجۍ د واقعي خپلواکۍ لرونکو په توګه خلاص او یو پر ځان بسیا هېواد شو.»

سياستوال او لېکوال عبدالکریم خرم د دې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې تېرو ناخوالو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان په تاریخ کې ټول تور یا ټول سپین نه دي او ټيڼګار يې کړی چې نور بايد خپل تاريخ ته په اننقادي نظر وګورو.

خرم زیاتوي:« دغه ویاړ او وروستیو ناخوالو ته په کتو موږ باید خپل تاریخ په انتقادي نظر وګورو. په تاریخ کې ټول تور یا ټول سپین نه دي.»

پر نورو پخوانیو چارواکو او سیاستوالو سربېره د اسلامي امارت د رهبرۍ غړي انس حقاني د زمري ۲۸مه د وياړونو ډکه او د افغانستان د تاریخ لپاره زرينه بللې ده.

حقاني زیاته کړې:« نن له بریټانیا د سیاسي استقلال د اعادې ورځ ده، افغان مجاهد ولس ته دې مبارک وي. د زمري ۲۸ مو د نیکونو یادګار دی چې زموږ د تاریخ طلایي برخه جوړوي.»

پوره ۱۰۴ کاله وړاندې د زمري پر ۲۸ مه د هېواد زړه‌ور ولس په خپل ملي اتحاد او اتفاق ټينګ عزم، لوړ همت او د سر په قربانيو د وخت ښکېلاکګر قووت ته ماتې ورکړه او شاه غازي امان‌الله خان د هېواد بيا خپلواکي اعلان کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist