د رئيسالوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د هېواد خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۴ مې کلیزې په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال وویل، دامهال د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره سياسي ستونزې حل شوي او يو سالم سياسي تعامل رامنځته شوی دی.
عبدالکبیر ویلي، دا مهال له ايران سره د اوبو پر سر لانجه حل شوې او دغه راز له نورو ګاونډيو هېوادونو سره هم په فرضي کرښه او سرحدي نقطو کې د تخطيو مخه نيول شوې ده.
د نوموړي زیاته کړې، که نړۍ افغانستان امن د نشهيي توکو له کر او قاچاق پاک غواړي، نو اړتيا لري چې له سرپرست حکومت يې په اړه غوښتنه وکړي او د دې کار لپاره تعامل ته اړتيا ده.
د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د تعامل لپاره هر راز معيارونه پوره کړي او په دې توګه د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښه اړیکو غوښتونکی دی.