د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د کابل جدید پروژې د یوې برخې په پرانست غونډه کې په ټینګار ویلي ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه، آسیايي او نړیوال بانک او نور سازمانونه او بنسټونه چې دوه لسیزې یې د افغانستان په تخریب کې تېر کړي دي، اوس یې دنده ده چې، د افغانستان په بیا ودانولو او جوړولو کې خپله ونډه واخلي.
ستانکزي زیاته کړې:« پر نړیواله ټولنه، اسیاسي بانک، نړیوال بانک، آی.ایم.ایف، ملګرو ملتونو او بلاخره پر غربي نړۍ باندې غږ کوم چې دوی ۲۰ کاله په افغانستان کې تېر کړل، افغانستان یې تخریب کړ، بمبارد دې کړ، له خاورو سره یو دې یو شان کړ، اوس دا د دوی وظیفه ده چې بېرته د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې د سیمې او نړۍ هېوادونو سربېره له خپلو ګاونډویو هم غوښتنه کړې چې د افغانستان په بیا رغونه کې مثبت ګامونه پورته کړي.
د ستانکزي په خبره که ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د افغانستان په پرمختګ او بیارغونه کې مثبت ګام نه پورته کوي، نو افغانان او د دوی خاوره دې د آرام ساه اېستلو ته پرېږدي.
هغه زیاتوي:« همدارنګه موږ له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هم هېله کوو چې څومره ژر کېدی شي د افغانستان په بیارغونه کې مثبت ګامونه واخلي، په هر شکل او هره اندازه یې چې کوي. له دوی مو همدا هېله ده که مرسته کوئ دا ښه خبره ده، که یې نه شئ کولی حد اقل افغانان پرېږدئ چې نور د ارام ساه وباسي.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ساتکزي پخوانیو چارواکو او سیاسیونو ته په ټینګار ویلي، چې هېواد ته دې راستانه شي او د اسلامي امارت غېږ د دوی پر وړاندې خلاصه بللې ده.
د ستانکزي په خبره، دا خلک اوس هېڅوک د افغانستان اسلامي امارت پر ضد نه تمویلي او نه یې ملاتړ کوي، خو ټنیګار یې کړی چې په خپل هېواد کې یې سر او مال خوندي دي او راودې ګرځي.
دغه راز ستانکزي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت به د هېواد ټولې شته سیاسي، اقتصادي او نورې ستونزې حلوي خو دا کار وخت ته اړتیا لري.