Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداره: ۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري

د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداره: ۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/19

د ملګرو ملتونو ګډوالۍ ادارې روان کال افغانان د اوبو د کمښت له بحران سره مخ ياد کړي دي.

يادې ادارې پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي او ځان مينځلو لپاره کافي اوبه نه لري چې دا په ټول هېواد کې د اوبو او پاکوالي په برخه کې د شته بحران ښکاروندوي کوي.

 یاده اداره زیاتوي:«  ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، ځان مینځلو لپاره کافي اوبه نه لري، چې دا په ټول هېواد کې د اوبو او حفظ الصحې بحران په ګوته کوي.»

د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداره وايي، په تیر يوه کال ۱۶۰ زرو اړمنو افغانانو ته يې پاکې اوبه چمتوي کړي دي او روان کال کې ۲.۳ ميليونه نورو اړمنو افغانانو ته د مرستو برابرولو لپاره ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.

یادې ادارې په هېواد کې وروستیو وچکالیو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې د افغانستان خلکو ته د څښاک د کافي اوبو د برابرولو وخت په تېرېدو دی.

یاده اداره زیاتوي:« د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶۰ زرو افغانانو ته اوبه او د حفظ الصحې برخه کې مرستې تیارې کړي دي. دا چې وکولی وشو په ۲۰۲۳ کال کې له ۲.۳ میلیونه وګړو ته رسیدنه ګي وکړو، نو ۳۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. وخته په تېریدو دی او افغانستان نور انتظار نه شي کولی.»

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزا ت  د اوبو تنظیم مشر انجنیر نعمان نثار هم په هېواد کې  پاکو اوبو ته د افغانانو محدود لاس رسي ستونزه مني او وايي په داسې يوه مکانيزم کار کوي چې له مخې به یې د اوبو  ضايعاتو مخنيوي تر څنګ  د اړتيا وړ اوبو  ته  د اړمنو افغانانانو لاس رسی زيات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مياشتي په پیل  کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو  همغږۍ ادارې په خپور کړي راپور کې ويلي ول چې  د افغانستان د ۳۴ ولايتونو له ډلې ۲۵ ولايتونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist