Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: څوک دې د خپلو ناکامیو او بې کفایتیو پړه پر افغانانو نه اچوي

مجاهد: څوک دې د خپلو ناکامیو او بې کفایتیو پړه پر افغانانو نه اچوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/17

د ملي دفاع وزارت سرپرست  وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د اسلامي امارت بیا ځلي واکمنېدو د دویمې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال  د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه کارېدو ټینګار وکړ  او وايي، اسلامي امارت پر خپلې دې ژمنې ولاړ دی.

مجاهد که څه هم په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخېستی خو وايي، داسې هېوادونه شته چې د خپل امنيت په خونديتوب کې د بې کفايتۍ پړه پر افغانستان وراچوي.

د مجاهد په خبره، دا ډول بې کفايتي پر دې نه شي توجيح کېدای، چې د مديريتي ضعف له امله يې افغانستان پړ وګڼل شي.

هغه زیاته کړې:« امنیتي پېښې کېږي، ستونزې په کې رامنځته کېږي، خو د دې پر ځای چې د خپل ملت سترګو کې خاورې واچوي، د دې پر ځای چې له مسوولیته ځان خلاص کړي، د دې پر ځای چې ملت دوی ته مخ راواړوي، چې دوی مصارف او د ملت پر غاړه مو پښه وراېښې ده چې موږ تاسو ساتو، موږ هېواد ساتو، موږ دا کار کوو او موږ دا کار کوو، بیا هم تاسو امنیت نه شئ ساتلی. د دې لپاره چې د خپل ملت فکرونه بل لور ته واړوي، هغوی ته دوکه ورکړي، پر افغانستان باندې تورونه لګوي او پر افغانستان باندې د خپلو ناکامیو پړه اچوي. موږ ورته وایو! خپل مسوولیت ته متوجې شئ، خپل کار ته ژمن واوسئ، د خپل هېواد امنیت وساتئ، پر افغانستان تور مه لګوه. افغانستان د چا لپاره ګواښ نه دی.»

مجاهد اوسني امنيتي وضعيت ته په کتو افغانستان د هېچا لپاره خطر نه بولي او په خبره يې په افغانستان کې د ناخوالو رامنځته کول هم د کوم چا پر ګټه نه دي.

مجاهد د حکومت مخالفو وسله‌والو فعالیتونو په اړه هم له يادو ځينې هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګړې بيا پيلولو په موخه دې وسله‌والې ډلې نه هڅوي او همکاري دې نه ورسره کوي.

دغه راز مجاهد د حکومتي چارواکي په توګه له سياسي مخالفانو يو وار بيا هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وکړه.

خو د پوځي چارو کارپوهان د مولوي محمد یعقوب مجاهد خبرې پرځای ګڼي او وايي، افغانان د جګړې قربانیانو په توګه په ګاونډيو هېوادونو د جګړې غوښتونکي نه دي او غوښتنه کوي، چې ياد هېوادونه دې خپلې امنيتي ستونزې په خپله حل کړي.

د پوځي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:« د پاکستان سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي وضعیت تر بل هر وخت زیات کړکېچن شوی دی. د دې هېواد دفاعي، امنیتي او استخباراتي اورګانونه د خپلو خلکو او خاورې امنیت په ټېنګښت کې پاتې راغلي دي، ځکه دغه هېواد په ډېرې بې شرمۍ سره هڅې کوي چې د خپلو دغو ستونزو او ناکامیو پر افغانانو واچوي.»

‌د ملي دفاع سرپرست وزير دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پاکستاني چارواکي له څو ورځو راهيسې په پرله پسې توګه تور پورې کوي، چې په پښتونخوا او قبايلو کې بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او بریدګر هم له افغانستان څخه ور اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist