• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلېنکن: خپل ځوان نسل د افغانستان بلې جکړې کې نه شو قرباني کولی

بلېنکن: خپل ځوان نسل د افغانستان بلې جکړې کې نه شو قرباني کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/17

د امريکا بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي، امريکا په افغانستان کې د بلي وسله ‌والي جګړې لپاره ځوان پوځي نسل نه لري او نه غواړي چې په دې هېواد کې ووژل شي.

بلېنکن ویلي، د لومړي د ځل لپاره امريکا په افغانسان کې اوږده ۲۰ کلنه جګړه پای ته رسولې او له دې هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو پريکړه که څه هم ستونزمنه وه، خو په خبره يې پر ځای پرېکړه ده.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان په اړه تاسو  له ما مخکې هم دا خبره اورېدلې وه او زه به یې اوس بیا تکرار کړم. له افغانستانه د وتلو پرېکړه خورا ستونزمنه وه، خو سمه هم وه. موږ د لومړي ځل لپار په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله. موږ د امریکا بل ځوان نسل نه لرو چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي. موږ د افغانستان خلکو ملاتړ لپاره کار ته دوام ورکوو، موږ له افغانستان سره تلپاتې ژمنې لرو.»

دغه راز بلېنکن ويلي، په افغانستان کې د دوی ځواکونو حضوري ماموريت له پای ته رسېدو وروسته، امريکا د ۲۰۲۱ کال له اکسټ میاشتې راهيسې له افغانانو سره ۱.۹ مېليارده ډالر مرسته کړې.

د امريکا بهرنيو چارو وزير په باور د افغانستان سرپرست حکوت او د نړيوالي تولنې ترمنځ به د اړيکو دروازه تر هغه وخت تړلي وي، ترڅو ياد حکومت پر خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.

هغه زیاتوي:« موږ د افغانانو تر ټول مخکښ تمویلونکي او بشري مرسته کوونکي پاتې شوي یو چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې تر دې دمه مو نږدې ۱.۹ میلیارده ډالر مرسته کړې. موږ دې کار ته دوام ورکوو چې طالبان هغو تهداتو ته ژمن کړو چې کړې يې دي خو ترسره کړې یې نه دي،  په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه. زموږ او د لسګونه هېوادونو دریځ ډېر روښانه دی. هغه دا چې د طالبانو او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لار به تر هغې تړلې وي، چې د نورو مسایلو ترڅنګ د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وشي.»

دا په داسې کال کې د چې د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وړمه ورځ د اسلامي امارات د بيا واکمنېدو دويمې کليزې په مناسبت ويلي، د نړۍ رسيمت پیژندنې ته اړتيا نه لري او د بندیزونو له لارې دې هڅه نه کوي، چې پر اسلامي امارت فشار راوړي.

 د سیاسي چارو شنونکي د امريکا بهرنيو چارو وزیر وروستيو څرګندونو ته په پام وايي، چې امريکا په افغانستان کې د بلي جګړې تابیا نه لري او غواړي چې د خبرو اترو او ډپیلوماټيکو لارو دې هغه ستونزې حل کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د باور فضاء ننګولې.

په ورته وخت کې د چين د بهرنيو چارو وزارت بیا وايي، د افغانستان سرپرست حکومت په تیرو دوو کلونو کې اغیزناک ګامونه پورته کړي، چې له امله يې د دې هېواد اقتصاد او امنيت ښه شوی دی.

ياد وزارت زياته کړې، چې نړۍ لا هم په افغانستان کې د تروریستي ډلو له موجوديت وېره لري او سرپرست حکومت د دې ډلو  له منځه وړلو لپاره بريالۍ هڅې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist