د خوست امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي منسوبينو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له منسوبینو سره په همغږۍ ۱۴ تنه کوډګر نیولي دي.
د خبرپاڼه زیاتوي، چې د نیول شویو کوډګرو ل له ډلې ۸ تنه د خوست مرکز اړوند شینکۍ سيمه او ۶ تنه د ځاځي میدان ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
دا کوډګر داسې حال کې نیول کېږي، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تېره اوونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو او جادوګرو پر فعالیت بندیز ولګوه او زیاته یې کړه، که څوک پر دې ناروا عمل ونیول شي محکمې ته به معرفي کېږي.