• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ تورونه د حل لار نه ده او د نا امنیو حل خپل هېواد کې وګورئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/09

اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو  وروستیو تورونو ته په غبرګون کې ویلي تورونه د حل لاره نه ده او  پاکستان دې د نا امنیو حل په خپل هېواد کې ولټوي.

د اسلامي امارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په پاکستان کې له وروستیو امنیتي پېښو وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت پر ځای د پړې ګوته افغانانو ته نیولې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسلامي امارت دغه تورونه په بشپړ ډول ردوي او پاکستاني مسوولینو ته وریادوي چې افغانستان له اوږدو جګړو راوتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد او  په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې نا امني نه غواړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر خلاف ونه  کارول شي، خو دا په دې مانا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول وي.

مجاهد ویلي، پاکستان باید له خپل امنیتي وضعیت سره دقیق چلن وکړي او په خپل کور کې يې حل وپلټي.

ذبیح الله مجاهد  زیاته کړې، په تېر کال کې په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې تر ۱۸ تنو پاکستاني داعش وسله وال وژل شوي چې په افغان خاوره کې یې چاودنې او بریدونه کول او لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي چې ټول اسناد او شواهد یې شته.

د نوموړي په وینا تورونه لګول د حل لار نه ده، او د داعش پر وړاندې باید پر ګډه مبارزه وشي.

د مجاهد په خبره، پاکستان کې د هيڅ برید طرفدار نه دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي، خو د پاکستان په خاوره کې دننه د بریدونو مخنیوی او کنترول د اسلامي امارت دنده نه ده او پاکستان دې د خپلو خلکو او نړیوالو ذهنیت بدلولو لپاره افغانستان نه تورنوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist