د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونېسکو) وايي، په نړۍ کې له ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
یاد سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په کار ده چې د زده کړو او د ښځو او نارینه وو د برابرۍ لپاره بودیجه زیاته شي او اړینه ده چې دا کار همدا اوس وشي.
یونېسکو زیاته کړې چې په افغانستان کې له نږدې دوو کلونو راهیسې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
خو اسلامي امارت بیا تل ویلي، د شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصې کړي.