Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

له پاکستاني چارواکو د ا.ا غوښتنه؛ له بې اساسه څرګندونو ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/06

په خيبر پښتونخوا کې پر پاکستاني ځواکونو له خونړيو بریدونو وروسته، د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو په مکرره توګه د يادو بريدونو پړه پر افغانستان اچولې او په دوامداره توګه یې، له سرپرست حکومت څخه د ورته بریدونو د مخنیوي او د وسله‌والو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

تازه د پاکستان  جمعیت علمايي اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د باجوړ پېښې ته په اشارې، چې نږدې درې سوه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ویلي، دغه ډول پېښې په افغانستان کې پلان کېږي او په خبره يې د افغانستان حکومت یې باید د مخنيوي په موخه جدي ګامونه پورته کړي.

فضل الرحمن له وضاحت پرته ويلي، پاکستان دې د ورته پېښو مخنیوي په موخه په افغانستان کې دننه پر نویو تګلارو کار او غور وکړي.

هغه زیاته کړې:« په پاکستان کې ترهګریز بریدونه له افغانستانه پلان کېږي او طالبان يې باید مخنیوی وکړي او د پاکستان حکومت باید دننه په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دغه ډول څرګندونې بې ځایه تورنه بللي او له مقابل لوري غواړي، چې په راتلونکي کې له کره شواهدو پرته له داسې بې اساسه څرګندونو ډډه وکړي.

مجاهد زیاتوي:« ښه دا ده چې دوی ( پاکستان) خپله امنیتي موضوعاتو ته د هېواد دننه متوجې شي او پړه یې پر بل چا وانچوي. موږ هم د دغسې بریدونو قرباني یو. داعش یوه شومه پدیده ده. دا کوم برید چې د مولانا فضل الرحمن پر ناسته شوی، موږ ته دا مالومېږي، چې دا داعشي پدیدې کار کېدلی شي، چې دا شان یو جنایت ترسره کړي. افغانستان کې هم بریدونه کوي، موږ هم د کال په اوږدو کې د دې پېښو قرباني یو. په هر صورت خپل امنیتي ځواکونه باید د ستونزو حل ته متوجې کړو، نه دا چې بل چا ته ګوته ونیسو.»

د پوځي چارو شنونکي بيا له سرپرست حکومته د پاکستاني چارواکو د ورته بې ځایه تورنو د مخنیوي په موخه، د پرېکنده اقدام غوښتونکي دي.

دوی وایي، اسلامي امارت دا حق لري، چې د ورته څرګندونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو په حضور کې د شواهدو غوښتنه وکړي، څو د نه اثبات او په راتلونکې کې د تکرار په صورت باید له پاکستان شکایت وکړي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د افغانستان هوايي حریم د امریکایانو تر واک لاندې ده. نو دا به د امریکایانو خوښه وي، چې له دوی (پاکستانیانو) سره یو ځای دننه په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي. اسلامي امارت باید رسما نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته همدا امریکا ته چې پاکستان تمویل کوي، باید شکایت وکړي، چې دا واقعیت ده، پاکستان دا جرات کولی شي، چې پر افغانستان باندې نظامي یرغل وکړي.»

ځینې  نور بیا د د مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې د پاکستان د استخباراتي ادارې د خولې خبرې ګڼي.

دوی زیاتوي،  پاکستان په نړۍ کې د ترهګرپال هېواد په توګه پېژندل شوی او غواړي، له دې لارې پر خپلو اوږو پروت د ترهګرۍ د پالنې ګرد څنډ وهي او په تاریخي لحاظ ځان ته د ترهګرۍ روزنې له قضیې څخه برائت ورکړي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم په افغان خاوره کې د وسله والو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو ګوتڅنډنه کړې وه او له افغانستانه پاکستان ته د وسله والو د اووښتو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې
افغانستان

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل
افغانستان

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist