د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړي سلاکار لیوناردو ګارنیر په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د محدودیت له کبله پر اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د فشارونو دوام اړین بللی دی.
ګارنیر په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال د افغان نجونو پر زده کړو د روانو محدودیتونو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، ملګري ملتونه باید د افغانستان په څېر هېوادونو ته پوره پام وکړي.
په ورته وخت کې د یونسکو د عمومي مشرې مرستیالې ستفانیا جیانیني بیا ویلي، دغه بنسټ په افغانستان کې د پوهنې وضعیت له نږدې څاري او د پوهنې د حق په ساتلو کې به خپلې هڅې روانې وساتي.
جیانیني ویلي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي اداره (یونسکو) سږ کال د افغانستان په شااوخوا ۲۰ ولایتونو کې کار کړی او شااوخوا ۴۰ زره زده کوونکو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې.
د نوموړې په وینا له دې ښوونیز پروګرام څخه ۶۰ سلنه ګټه اخېستونکي زده کوونکې نجونې دي.
هغې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې ډېر خلک زدهکړو ته لاسرسی پیدا کړي.
خو اسلامي امارت تل ویلي، فشارونه پایله نه ورکوي او نړۍ باید له اسلامي امارت سره د تعامل لار غوره کړي.