د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د خوړو د ناامنۍ په تړاو ناسته چې د امریکا پر مشرۍ ترسره شوې د روسیې، بریتانیا او هند په ګډون ګڼو هېوادونو استازو د افغانستان بشري وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې ده.
دې شورا کې د روسيې استازي ډیمتري پولیانسکي امریکا او ملاتړي یې د افغانستان اوسني بد بشري وضعیت لامل وبلل.
پولیانسکي زیاته کړې:« د خوراکي توکو برخه کې ډېری بحرانونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د امریکا او د دوی متحدینو کړنو او یا د دوی د اوږدمهاله پالیسیو له امله رامنځته شوي. د بېلګې په توګه افغانستان چې بریتانوۍ همکارې یې یادونه وکړه، له ۲۰ کلونو راهیسې د لوږې او بې وزلۍ څخه د راپورته کیدو لپاره مبارزه کوي، ځکه چې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف داسې څه کړي چې دغه دودیز او فرهنګي هېواد په غربي لید باندي ډیموکرات کړي.»
د بریټانیا استازې ډیم باربرا هم د افغانستان په روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې ډېری مېندې د خپلو ماشومانو لپاره د خوارک موندلو وس نه لري او په خبره یې په لوږه کې ژوند کوي.
باربرا زیاته کړې:« په افغانستان کې، که چیرې خلک د خپلو ماشومانو مړینه نه شي لیدلی، خو ځینې مېندې له یوې سختې پریکړې سره مخ دي چې یا خپل ماشومان وپلوري او یا له لوږې مړه شي.»
دا چې له کلونو راهیسې افغانستان له لوږې او فقر کړيږي نو د هند استازې روچیرا کمبوج ویلي چې د افغانستان په ګډون یې له ګڼو هېوادونو سره د خوړو د ناامنۍ مخنیوي په موخه مرستې کړي او یوازې افغانستان ته یې ۵۰ زره میتریکه ټنه غنم ځانګړي کړي دي.
هغې زیاته کړې:« زه غواړم ووایم چې هند تل سختو حالاتو کې له خپلو ملګرو سره د مرستې لپاره فعال پاتې شوی دی. ان د کورونا وبا پر مهال، هند د ګاونډیو په ګډون ډېری هېوادونو ته د خوړو د خوندیتوب پیاوړي کولو لپاره زرګونه میټریک ټنه غنم، وریجې، دال او د خوراکي توکو مرستې چمتو کړې. په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په پام کې نیولو سره هند د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۵۰ زره مټریکه ټنو غنمو مرسته پیل کړه.»
دا لومړۍ ځل نه دی چې نړیوال د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه ښيي بلکې له وړاندې هم ورته اندېښنې ښودل شوې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د موندنو له مخې، څه باندې ۲۹میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې کې یې نیمايي برخه مېرمنې او کوچنیان دي.