د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پر هغو هېوادونو چې اقتصاد یې کمزوری دی، د دوی بهرنۍ مرسته د دې لپاره د لنډ مهال لپاره کموي، چې پیسې سپما کړي او وروسته خپلې مرستې دوه برابره زیاتې کړي.
د بریټانیا د دغه اقدام له مخې، پر افغانستان د دغه هېواد مرستې به ۷۶ سلنه کمې شي.
د یاد وزارت ارزونه ښیي، پر افغانستان د ۷۶ سلنه مرستې کمېدو له امله به په دغه هېواد کې ښځو او نجونو ته مهم خدمتونه ونه رسول شي.
په ۲۰۲۲ زیږدیزکال کې بریټانیا له افغانستان سره نږدې ۲۸۶ میلیونه پونډه مرسته کړې وه چې تر ډېره د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ټولنو له لارې په دغه هېواد کې لګول شوې.
په افغانستان کې د بریټانیا مرستې تر ډېره د بشري چارو ترڅنګ ۶۰ سلنه یې روغتونونو سره مرسته کېږي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، حکومت به یې راتلونکی کال د بهرنیو مرستو کچه ۸.۳ میلیارده پونډو ته لوړه کړي، چې تر ډېره به د زیانمنونکو ښځو او نجونو پر ملاتړ او بشري کارونو لګول کېږي.