د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۱۰مه» قطر کې میشتو د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې ناسته کې چې د امریکا، برتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هېوادونو استازو ګډون کړی وه.
تکل زیاته کړې، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او دغه راز نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه مالومات ورکړي.
په ناسته کې د افغان د سرې میاشتې ټولنې معاون ملانور الدین ترابې هم د سرې میاشتې د فعالیتونو او دغه راز د یوه مستقل ارګان په توګه پر هغو اړتیاوو خبرې کړي، چې دغه ټولنه ورته اړتیا لري.
په غونډه کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي مشر نصرت الله محمود د مالي او اقتصادي وضعیت په اړه مالومات ورکړي او دغه راز د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي مشر محمد عباس سامح هم ګډونوالو ته د افغانستان په بانکي سکتور کې د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو په اړه مالومات ورکړي دي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ویلي او زیاته کړې یې ده، چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې له لري څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري.
په دغه ناسته کې د ورته غونډو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا هم ټینګار شوی دی.