د بښنې نړیوال سازمان ویلي، اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده کړې او د هنري او انتقادي بیان مخه یې نیولې.
یاد سازمان دغه څرګندونې پر خپله ټویټرپاڼه د اسلامي امارت له خوا د موسیقۍ الو د سوځېدو په غبرګون کې چې یوه ویډیو یې ورسره خپره کړې، کړي او ویلي یې دي چې دا یې یوه بله بېلګه ده.
په هرات ولایت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د تېرې یکشنبې په ورځ د موسیقۍ یو شمېر ضبط شوې الې وسوځولې.
اسلامي امارت تر اوسه پورې د یاد سازمان د دغه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي، چې د ملي ګټو او د شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.