Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 وېسټ: د افغانستان ستونزې حل لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي

وېسټ: اوس له افغانستانه امریکا د ترهګرۍ ګواښ سره مخ نه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/01

په داسې حال کې چې د سیمې او نړې هېوادونه وخت ناوخت له افغانستان څخه د ترهګرۍ پراخېدا په تړاو اندېښنې څرګندوي او له دې اړخه یې خپلې اندېښنې د سرپرست حکومت تر غوږونو رسوي؛ خو بل پلو په دې برخه کې د امریکا پخوانۍ اندېښنې د ختمېدو په حال کې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له بي بي سي سره په مرکې کې د دې ترڅنګ چې د داعش ډ‌لې پر وړاندې یې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایلې وايي، دا مهال له افغانستانه امریکا د القاعده او نورو وسله‌والو ډلو ګواښ سره مخ نه ده.

وېسټ زیاته کړې:« زموږ ارزونه دا ده، چې دا مهال له افغانستانه القاعده موږ ته ګواښ نه پېښوي. دا هم سمه ده چې طالبان د داعش کابو کولو او ورسره د مبارزې په برخه کې جدي او له تاوتریخوالي ډکې هڅې کوي.»

وېسټ په دې مرکه کې له افغانانو سره د مرستو د کمښت اصلي لامل د نورو هغو ترڅنګ له ښځو سره د زده‌کړو او کار په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو چلن ګڼي او ټینګار کوي، څو چې د افغانستان اوسني چارواکي پر خپلو دې پرېکړو له سره غور ونه کړي، دغه مرستې به خپل پخواني حالت ته را ونه ګرځي.

هغه زیاتوي:« زه له افغانستان سره په پرلپسې ډول د مرستو کچې کمېدو په اړه ډېر اندېښمن یم. یو لامل یې دا دی چې په نوره نړۍ کې بشري اړتیاوې په ډېرېدو دي، لکه سوډان او یمن؛ خو یو بل مهم لامل چې مرستې په کمېدو دي، د طالبانو تګلارې دي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا د ترهګرۍ په برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دریځونو اختلاف له دې پدیدې سره د سیاستونود بدلون په مانا بولي.

دوی له نړیوالې ټولنې  د مرستو د دوام ترڅنګ له مرسته رسوونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونه یې غوښتنه دا ده چې له اړمنو افغانانو سره چې ډېر شمېر یې پر همدې مرستو پايي د دې مرستو په نه سیاسي کېدو ټینګار کوي.

توماس وېسټ داسې مهال له افغانستانه د ترهګرۍ  ګواښ د کمېدا خبره کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزنو د تحلیل او بررسۍ ډلې په خپل وروستي راپور کې له القاعدې سره د اسلامي امارت د نږدې اړیکو د درلودلو او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې يې د مرکزونو د جوړولو ادعا کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist