Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: سوډان کې د بند پاتې افغانانو اېستلو هڅې روانې دي

متقي: د فشار سیاست پایله نه ورکوي او باید  د تعامل لاره غوره شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/31

د رسمیت پيژندنې لپاره کابل ته د نړۍ له لوري وړاندې شوي شرایط لاهم نه دي پوره شوي او په دغه برخه کې نور هم جدیت رامنځ ته شوی دی.

خو له بل لوري بیا د افغانستان حکومت تل ټینګار کړی دی چې له ټولې نړۍ سره د ښو او په متقابل درناوي ولاړو اړیکو غوښتونکی دی او د رسمیت پيژندنې لپاره یې ټول معیارونه هم پوره کړي دي .

 د بهرنیوچارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وايي، د فشار سیاستونه ناکامه شوي او اوس د دې وخت دی چې باید تعامل ته سره ورسیږو او په خبره یې افغانستان د سیمې په امنیت کې مهم رول ولوبوي.

متقي زیاتوي:« نور باید له افغانستان سره مثبت تعامل وشي. کوم فشارونه چې وکارول شول، کوم تبلیغات چې د افغانستان ولس او مجاهدینو پر ضد وشول، هغه ټول ناکامه شول. نو کامه افشنونه کارول د ناکامه خلکو کار دی. »

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، د تېرو دوه کلونو تجربو وښووله چې فشارونه او بندیزونه یوازې له عامو افغانانو قرباني اخلي او ژوند یې سخت کړی دی.

دوی وايي، تعامل ته د رسیدو لپاره باید مذاکرات پیل شي او د ستونزو حل او د بې باورۍ له منځه وړلو  یوازینۍ حل لاره خبرې دي چې باید دواړه لوري ورته کېني.

دغه راز دوی وايي، غوښتنه یې داده چې نړۍ باید د افغانستان اوسني نظام پر وړاندې خپل دریځ نرم کړي او اسلامي امارت دې د خپلو ولسونو ستونزو حل لپاره انعطاف وښي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سرور نیازی وايي:«  د سیاسي فشارونو او بندیزونو پر ځای ښه دا ده چې د تفاهم او همکارۍ لاره غوره شي. سیاسي فشارونه پر افغان ملت دي، دا اوس تاسو وګورئ، بې کاري، فقر او لوږه اوج ته رسېدلې ده. نور افغان دې ته اړتیا لري چې په هېواد کې سمون رامنځته شي، کار رامنځته شي، نو سیاسي فشارونه او بندیزونه نه شي کولی حل لاره پیدا کړي.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی قریب الرحمن شهاب بیا وايي:«  هغه څه چې په تېرو دوو کلونو کې تجربه شول،  هغه دا دي چې د بندیزونو او فشارونو بیه  د افغانستان خلک ورکوي. که دا دوام کوي، نو بیا به هم قرباني د افغانستان خلک وي. پایله یې موږ ګورو، چې خراب اقتصادي حالت دی،  بې کاري ده او د شرایطو خرابیدل دي. نو پکار دا ده چې دې اندېښنو او ستونزو لپاره تعامل غوره شي او خبرې اترې وشي.  نړۍ هم باید دا کار له اوسنیو حاکمان سره وکړي او اوسني حاکمان هم باید د افغانستان خلکو غوښتنې او ارزښتونه په نظر کې ونیسي او هم داسې معقولې لارې ومومي چې له مخې یې شته ستونزو ته حل لاره پیدا شي.» 

ځینې نور بیا په دې باور دي چې  د فشارونو سیاست پایله نه ورکوي  او نړۍ باید د افغانستان پر وړاندې خپل اوسني دریځ کې بدلون راولي او د تعامل لار غوره کړي.

 دوی وايي، د دوحې هوکړې له لاسلیک وروسته تر دې دمه دا ثابته شوې چې افغان لوری خپلو ژمنو ته ژمن دی او اوس نړیوالو ته په کار ده چې په یوه خوله تعامل ته ور وړاندې شي.

له امریکا سره د خبرو لپاره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ یو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلی  دی.

 د مالوماتو له مخې، دغه پلاوی به له امریکايي لوري سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خلاصون ، په بانکي سیسټم کې د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو او همدا راز د امریکايي الوتکو په وسیله د افغانستان هوايي حریم نقض په تړاو هم خبرې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist