Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی

د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/30

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت الرحمن شرافت د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۷ مه » ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، د تیر کال په جريان د ریل پټلۍ ساتنې او جوړونې په برخه کې یې ځينې هوکړې کړي، چې له ډلې يوه هغه يې د افغان ټرانس پروژې هوکړه ده.

شرافت زیاتوي، هڅه کوي د دې پروژې په پلې کولو سره افغانستان د سویلي او منځنۍ اسيا هېوادنو ترمنخ د وصل په نقطه بدل کړي.

شرافت زیاته  کړه:« ډېره مهمه پروژه وه. الحمد الله موږ په ډېر بریاليتوب سره مخته روان یو. ډېره ښه همغږي لرو. له نن درې میاشتې وړاندې مو د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یو کنفرانس کړی وه، هلته مو د پروژې یو مرکزي دفتر خلاص کړ. له هغې وروسته پاکستان کې درې واړو هېوادونو ګډه ناسته وکړه. د دې پروژې د پرمختګ لپاره مو پر یوه یو کلني پلان باندې موافقه راغلله، په یو کال کې درې واړه هېوادونه باید کومې چارې ترسره کړي.»

د یادې ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي، تېر یوه کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴.۵ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي،چې د وړم کال پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

 د دراني په خبره، د انتقالاتو په دې شمیر کې۲۰۰ زره مټريک ټنه يې صادرات جوړوي چې په صادر شویو توکو کې زياته برخه يې وچه ميوه ده.

درانی زیاتوي:« شااوخوا ۲۰۰ زره مټریک ټنه د دې صادرات او ټرانزیټ دي او پاتې نور واردات دي. په وارداتو کې بېلابېل اقلام شامل دي، نفتي مواد، غیر نفتي مواد، غذايي مواد، برقي وسایل، دغه وسایل شامل دي. په صادراتو کې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې کېږي، ډېره برخه یې وچه مېوه ده، لکه ممیز او بادام جوړوي. په ټرانیټ برخه کې د سیمې هېوادونو ټرانزیټ افغانستان ته راځي او بیا له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ټرانزیټ کېږي.»

 د يادې ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي بیا  وايي، حکومت د ريل پټلۍ د ساتنې ، مراقبت، او د ريل پټلي په مسیر کې د پیښيدونکو ستونزو حل په موخه بوديجه ځانګړې کړې چې ۱۴۴۵ کال به يې د يادو چارو په تراسروي او رغوونې مصرف کړي.

دغه رزا ياده اداره وايي د خواف ـ هرات ترمنځ د ريل پټلۍ څلورمې برخې د چارو پیل په تړاو يې له ایرانې لوري سره خبرې کړي چې په نږدې راتلونکې کې به يې کارونه پیل کړي.

 د اوسپنې  پټلۍ  ادارې مالوماتو له مخ،  په تیر يو کال د شویو انتقالاتو له درکه ۳.۱ ميليارد افغانۍ عوايد یې هم راټول کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist