Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: د امریکا په ګډون ګاونډیو هېوادونو د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

ستانکزی: د امریکا په ګډون ګاونډیو هېوادونو د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/29

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۶ مه» د کابل دشت برچي سیمه کې د عاشورا مراسمو په یوه ناسته کې د وینا پر وویل، د امریکا په ګډون د ګاونډیو هېوادونو د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

ستانکزي زیاته کړې، د ګاونډیانو او امریکا بې پیلوټه الوتکې نه باید د افغانستان پر فضا ګزمې کړي.

دغه راز ستانکزی زیاتوي، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.

که څه هم نوموړی مني چې په اوسني نظام کې ستونزې شته دي، خو په وینا یې د حل لپاره یې لا زیات وخت ته اړتیا ده.

شېر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا د نجونو زده کړې مهمې وبللې او په هېواد کې یې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته  د ښوونځيو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستې غوښتنه وکړه.

د هغه په وینا د ښوونځيو دروازې دې له تبعیض پرته د ټولو افغانانو پر مخ چې شرعي او طبیعي حق یې دی، پرانېستل شي.

عباس ستانکزي له دې وړاندې هم د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو غوښتنه کړې، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

عباس ستانکزی داسې مهال د افغانستان پر فضا د نورو هېوادونو د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې خبره کوي چې له دې وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر په ګډون د اسلامي امارت یو شمیر نورو چارواکو هم د هېواد د هوايي حریم پر نقض نیوکې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې
افغانستان

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل
افغانستان

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل

د متقي او ایلډز لیدنه کې د ارومچي مذاکراتو په اړه خبرې شوې

اپریل 13, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist