د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ یو پلاوی د روانې زیږدیزې میاشتې په وروستیو کې قطر ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه به جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ یاد پلاوی به په دې خبرو کې د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
د بلخي په خبره، په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.