Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو تر مينځ د همغږۍ ناسته شوې

د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو تر مينځ د همغږۍ ناسته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/27

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي، تر څنګ د کورنيو چارو، ماليې، عامې روغتيا او اقتصاد وزارتونو معينانو او رئيسانو، او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی وه.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې  په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو په استازيتوب په افغانستان کې د یاد سازمان د بشري چارو تنظیموونکي او د يوناما مرستیال ډانيل انډريس، د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف)،  د خوړو نړيوال پروګرام، د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالۍ نړيوالې ادارې او نورو ادارو رئيسانو ګډون کړی وو.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، په دې ناسته کې ډانيل انډريس د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو پر نوي ستراتيژيک پلان او د نړيوالو مرستو پر اوسني وضعيت خبرې کړي او د افغانستان له خلکو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستې ژمنتیا ترڅنګ وویل، چې له تيرې ناستې را وروسته د تمویل وضعیت ښه شوی دی.

د  ډانيل انډريس په وینا، د ملګرو ملتونو د نوي پلان هدف دا دی چې د افغانستان د اوږدمهالو اړتياوو او د مرستو د پايدارۍ د اصل په پام کې نيولو سره د بشري او پرمختيايي خواوو هڅې همغږې شي.

په ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي بیا ویلي، د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې هېواد ته راتلونکې مرستې په کاري فرصتونو د بدلولو له لارې په داسې توګه مديريت شي چې خلکو ته يې دوامداره ګټه ورسيږي او هېواد په پړاويز ډول د ځان بسیاينې پر لور ولاړ شي.

دغه راز په ناسته کې دواړو خواوو د خپلمنځي تفاهم او همغږۍ د پياوړتيا په موخه د دغسې ناستو پر دوام او د همدې ناستو له لارې، د مخ ته راتلونکو ستونزو په حل هوکړه کړې.

شریک يې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist