Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو.اېن.ډي.پي: افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۳۴ میلیونو ته لوړ شوی

یو.اېن.ډي.پي: افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۳۴ میلیونو ته لوړ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/24

فقر، بې کاري، وچ کالي، طبعي پيښې او ګڼ نور هغه ستر لاملونه دي چې په وروستيو لسیزو کې یې د افغانان ژوند ګواښلی دی.

د ملګرو ملتونو نړيوال پراختيايي پروګرام ( یو.اې.ډي.پي) د ابادۍ په نوم پروژې په یوه راپور کې ویلي، له ۲۰۲۰ زېږدیز کال وروسته د افغانانو عواید ۳۰ سلنه کم شوي دي.

راپور کې ويل شوي، د ښځو له لوري پر کار کولو د سرپرست حکومت له خوا بندیزونو ۹۴ سلنه نړيوالې انجوګانې دې ته اړې کړې، چې خپل فعالیتونه بند یا محدود کړي چې له امله دا مهال ۳۴ میلیونه افغانان یوازې د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري. 

د راپور یوه برخه:« له۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانانو عوایدو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. د ښځو له لوري پر کار کولو د بندیزونو له امله ۹۴ سلنه انجونګانې اړې شوې څو خپل فعالیتونه بند او یا هم کم کړي، چې اوس نږدې ۳۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.»

راپور کې ویل شوي، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۷ میلیونه افغانان طبعي پيښو اغیزمن کړي، چې ۶۰ سلنه یې زیانمنو شویو کورون کې اوسې او دغه زار ۸۵ سلنه افغانان بیا د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه راز په راپور کې وړاندې ویل شوي، ۷۸ سلنه افغانان پوره وړي دي او ۱۴ سلنه یې اړ شوي تر څو پر خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.

د راپور یوه برخه:« یوازې ۲۰۲۲ کال کې ۲۷ میلیونه کسان د طبعي پيښو له امله اغیزمن شوي، چې ۶۰ سلنه افغانان زیانمن شویو کورونو کې ژوند کوي او له ډلې یې ۴۰ سلنه د بیارغونې توان نه لري. په ورته وخت کې ۸۵ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې ۷۸ سلنه یې پوره وړي او ۱۴ سلنه هغو یې ماشومان درنو کارونو ته استولي دي.»

دا چې افغانستان اوس یوه نوي سياسي او اقتصادي پړاو ته ننوتی، نو د اسلامي امارت مسولین هم ځینې ستونزې مني.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري د ښځو له لوري د کار کولو په تړاو د بهرنیانو بهانې بې ځایه بولي او زياتوي، لا هم زرګونه ښځې په ګڼو برخو کې پر کار بوختې دي او په خبره يې له اصلاحاتو وروسته به پاتې نور محدودیتونه هم لرې شي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام داسې مهال د افغانانو په اقتصادي وضعیت اندېښنه ښي چې له کلونو راهیسې نړیوال له افغانستان سره مرستې کوي، خو د تېر پرتله د فقر کچه په مراتبو لوړه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist