Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: اوسنیو شرایطو کې د ټولګډونه حکومت جوړښت ته اړتیا نه لېدل کېږي

مجاهد: اوسنیو شرایطو کې د ټولګډونه حکومت جوړښت ته اړتیا نه لېدل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/24

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له العربيه ټلوېزيون سره  په خپلې تازه مرکه کې د ټولګډونه حکومت جوړښت رد کړی دی.

مجاهد ویلي، په افغانستان کې داسې کوم لوری نشته  دی چې په دې تړاو دې ورسره خبرې وشي او په خبره یې اوسنیو شرایطو کې  د ټولګډونه حکومت جوړښت ته اړتیا نه لېدل کېږي.

مجاهد زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې داسې ډله او داسې څوک نه لرو چې له هغوی سره دې خبرې وشي او په اوسنیو شرایطو کې ټول‌ګډونه حکومت ته اړتیا نه لېدل کیږي او که د عادي افغانانو په څیر څوک راځي را دې شي او دلته دې ژوند وکړي.»

مجاهد وايي، له نړۍ سره ښې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي، پر دې سربېره يې غوښتنه کړې، چې نړیوال او ځواکمن اسلامي هېوادونه دې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپيژني.

هغه زیاته کړې:«  کله چې یو حکومت رامنځ ته شي او هرڅه ولري نو باید پر رسمیت وپيژندل شي او په ځانګړې توګه قوي اسلامي هېوادونه هغه باید موږ پر رسمیت وپيژني.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست د پاکستان هغه ادعاء چې ګنې ټي.ټي.پي په افغانستان کې فعالیت لري بې بنسټه یاده کړه او زیاته يې کړه، چې دا یوه داسې هڅه ده چې غواړي افغانستان داسې ښکاره کړي چې ګواکې خپلې ژمنې نه عملي کوي .

هغه زیاتوي:« موږ د پاکستاني طالبانو تائید نه دی کړی او نه مو تمویل او نورو برخو کې چا سره مرسته کړې. دا ادعاء د دې لپاره ده، چې ووايي اسلامي امارت خپلو ژمنو ته تعهد نه لري او دا د دې لپاره یوه هڅه ده چې کیږي.»

په دې وروستیو پاکستاني چارواکو اندیښنه ښودلې ده چې د ټي.ټي.پي غړي په افغانستان کې ازاد فعالیت لري او دوی ته ترې ګواښ متوجه دی، خو اسلامي امارت دغه تورونه رد وي او زیاتوي چې په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله چې نورو ته ګواښ وي او یاهم افغان خاوره د هېوادونو پر وړاندې وکاروي حضور نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist