د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وخت ناخته د افغانستان بشري وضعیت په اړه مالومات وړاندې او تازه يې په دې اړه د ياد سازمان د خوړو او کرنې ادارې له لوري ترتيب شوی راپور خپور کړی دی.
په راپور کې ويل شوي چې د اقلیمي، سیاسي او اقتصادي بدلونونو له امله د اړمنو افغانانو شمېر له نيمايي زيات شوی دی.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال را وروسته د اړمنو کسانو په شمېر کې ۵۴ سلنه ډېروالی راغلی دی او په هرو درېیو کسانو کې دوه هغه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د راپور یوه برخه:« داسې وړاندوینه شوې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د اړمنو په شمېر کې ۵۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. پر ښځو وروستیو محدودیتونو هغه کورنۍ له لوی ګواښ سره مخ کړي، چې سرپرستي یې ښځې کوي او بشري مرستو ته په لاس رسي کې له ګواښ سره مخ دي.»
دا چې ډېری افغانان پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي، په راپور کې ویل شوي،۸۰ سلنه وګړي خپلې اقتصادي اړتیاوې له کرنې پوره کوي، خو زياته کړې يې ده، چې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو پر کرنه هم سختې اغیزې کړي او له تېر فصل څخه د افغانانو یوازې ۴۰ سلنه اړتیاوې پوره شوي دي.
د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې هرو۱۰ تنو کې ۸ هغه یې له کرنې خپل خواړه، عواید او کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو تېر فصل وچکالۍ او سخت ژمني وضعیت اغیزمن کړی او د غنمو حاصلات یوازې د ۴۰ سلنه اړتیاوو لپاره کافي وو. دا چې کورنۍ وکړی شي د خوراکي توکو اړتیاوې پوره کړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»
کلونو کېږي چې نړیوال له افغانستان سره مرستې کوي او د دغو مرستو ډېره برخه لومړني خوراکي توکي جوړوي.
خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې حکومت دې له بهرنیو او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ د يادو مرستو ترڅنګ د پانګونې يو داسې مېکانېزم هم رامنځته کړي، چې پایله کې يې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.
د اقلیمي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندولو ترڅنګ راپور کې ویل شوي،چې له اته میلیونه افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۵۲.۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.