Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/23

که څه هم سرپرست حکومت په تېر کې په کراتو افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پراخ حضور او دننه هېواد کې یې هر راز تخریبي تحرکات رد کړي او په دې برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې اندېښنې بېځایه بللي.

خو داسې برېښي چې د ګاونډ، سیمې او د نړۍ هېوادونه له داعش سره د اسلامي امارت پر وړاندې  د مبارزې په اړه نه  دي قانع شوي ځکه د سیمې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د یادې ډلې د حضور په تړاو وخت نا وخت اندېښنه ښيي او د خپل کورني امنیت او ټیکاو لپاره یې ګواښ ګڼي.

په همدې لړ کې تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له ایراني رسنیو سره په خبرو کې یو ځل بیا ویلي، له سوریې، عراق او لیبیا هېوادونو د داعش ډلې په کارپوه یوشمېر مشران افغانستان ته راغلي چې په وینا یې دا ښايي افغان حکومت له ستر سرخوږي سره مخ کړي.

عبداللهیان زیاته کړې:« دویمه مسله په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراخېدو مسله ده، دا مهال هېچا ته دا پټه نه ده چې د داعش ډلې یوشمېر په کارپوه مشران له عراق، سوریې او د لیبیا له ځینو برخو  افغانستان ته لېږدول شوي چې په افغانستان کېاوسني حکومت لپاره د لویو ننګونو څخه ګڼل کیږي.»

خو د اسلامي  امارت بهرنیو چارو وزارت د داعش ډلې د مشرانو راتګ هېواد ته په کلکه ردوي او له حقیفته یې لرې ګڼي.

 د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې له دغه ایراني چارواکي غوښتنه شوې، چې د یادې ډلې پر وړاندې د جدي اجراتو لپاره دې خپل مالومات له افغان حکومت سره شریک کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان له هېڅ یوه یاد شوي هېواد سره ګډه پوله نه لري؛ له همدې کبله د دې ډلې د مشرانو احتمالي راتګ لپاره یوازینۍ لاره له همدې ګاونډ ایران تېریږي چې په دې صورت کې یې مسوولیت بېرته دغه هېواد ته ورګرځي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ایران د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي چي د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لېږدول شوي چي حقیقت نه لري او موږ یې ردوو. که چیرې ایران  افغانستان ته د داعش اړولو په هکله مالومات لري هېله ده چې شریک یې کړي ترڅو یې د افغانستان امنیتي ځواکونه په اړه لازم اجرات وکړي. د يادونې وړ ده چې افغانستان له يادو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې‌ پر ځای چې په نورو مسووليت واچول شي، ښه داده چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.»

د نظر خاوندان د ایراني چارواکي د ورته څرګندونو ترشا سیاسي موخو ته د دې هېواد د رسېدلو او د لاسي بدنامولو په مانا بولي چې له مخې یې ایران په لوی لاس غواړي افغانستان له دې لارې نړۍ ته له ترهګرۍ سره لا هم د ښکېل هېواد په توګه معرفي کړي.

اخوا پوځي شنونکي بیا وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د خپلو څرګندونو اثبات لپاره کره شواهد وړاندې کړي، چې ورته بې بنسټه څرګندونې د ډيپلوماټیکو نورمونو خلاف بولي چې د دوام په صورت کې افغانستان په راتلونکي کې له سیاسي اړخه له ګڼو ننګونو سره مخ کولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان سرپرست حکومت ټولشموله نه ګڼي چې په وینا یې د روان وضعیت دوام د حکومت دوامداره بقا له ګواښ سره مخ کوي. نوموړي اوسني حکومت ته د قانوني چوکاټ ورکولو لپاره د اساسي قانون د جوړېدو او د ټول شموله حکومت د رامنځته کېدا غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist