Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي

متقي: د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/20

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د چهارشنبې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د چنګاښ پر ۲۸ مه»  په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني سره کتلي دي.

په دې کتنه کې متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ته د نوي مسوولیت د مبارکۍ ترڅنګ هېله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي او د دې لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

د متقي په وینا په افغانستان کې د امنیت په راتلو سره ښه فرصت برابر شوی چي د دواړو هېوادونو اقتصاد وغوړیږي، لویې پروژې پیل او سوداګري زیاته شي.

امیر خان متقي د امنیتي همکاریو په تړاو ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او هڅه کوي چې په سیمه کې امنیت او ثبات راشي.

په دې ناسته کې اصف علي دراني بیا ویلي، هڅه به یې دا وي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي او په وینا یې دواړه لوري په تجارتی برخه کې پرمختګونه لري، چې د ستاینې وړ دي او د سیمې امنیت د ټولو پرګټه دی، چې په دې برخه کې به دواړه خواوې همکاري کوي.

دراني ویلي، چمتو دي، چې په سیاسي، اقتصادی او نورو برخو کې دوه اړخیز میکانیزمونه جوړ او پلي کړي، چې په وینا یې د تورخم – جلال آباد سړک د رغولو پاتې کار ته به جدی پاملرنه وکړي.

نوموړي افغانانو ته د ویزو په برخه کې  او په  ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

لېدنه کې مولوي امیر خان متقي په پاکستان کې د افغان بندیانو او  د افغان سوداګرو د مالونو د ځنډېدو ستونزو د حل هم غوښتنه وکړه چې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist