• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جان کربي: پاکستان کې مېشت افغان کډوال ترهګرۍ کې لاس نه لري

جان کربي: پاکستان کې مېشت افغان کډوال ترهګرۍ کې لاس نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/19

امریکا وايي، داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې ثابته کړي په پاکستان کې افغان کډوال په ترهګریزو کړنو کې لاس لري.

وروسته له هغې چې تېرو څو ورځو کې پاکستاني چارواکو افغان وګړي په دې هېواد کې په وروستیو ناامنیو او بریدونو کې پر لاس لرلو تورن کړي، اوس د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د همدې موضوع په تړاو وايي، چې تر دې دمه هېڅ داسې نښې نښانې او شواهد نشته چې دغسې څه تایید کړي.

نوموړي دغه راز د ډیورند فرضي کرښې هغې غاړې ته په وروستیو وسله والو بریدونو کې د افغان کډوالو لاس لرل رد کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي:« موږ هېڅ داسې نښې نښانې نه وینو چې څرګنده کړي په پاکستان او د ډیورند فرضي کرښې څنډو کې دې افغان کډوال په ترهګریزو کړنو کې لاس ولري. موږ ګڼ شمېر افغان کډوالو ته د خوندي ځایونو په برابرولو کې د کوربه هېواد په توګه د پاکستان د نه منلو وړ سخاوت څخه مننه کوو او موږ به د ترهګرۍ ضد مشروع ګواښونو او ننګونو په برخه کې له دې هېواد سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړو.»

ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په يوه ټلوېزيوني مرکه کې پر ټي ټي پي د افغان حکومت د کنترول خبره نه ده منلې او ترڅنګ یې پر دې ټینګار کړی چې د افغان سرپرست حکومت نیت دا دی چې ټي ټي پي په پاکستان کې د بریدونو له ترسره کولو لرې کړي.

شنونکي د پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو دغه ډول ضد او نقیضې څرګندونې د ترهګرۍ په تړاو د دې هېواد د ادعاوو خامي او د دوه مخي سیاست روښانه نمونه بولي.

سیاسي شنونکي سلیم پیګیر وايي:« دا پاکستان دی چې تل یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې او کوي یې. پاکستان غواړي په دا ډول ادعاوو سره نړیوالو ته وښيي چې د ترهګرۍ هېڅ پټنځای په پاکستان کې نشته، خو برعکس یې ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې ترهګري او پټنځایونه یې په پاکستان کې دي.»

کارپوهان وايي پاکستان تل له افغان حکومتونو سره دوه مخی سیاست کړی او د خپلو مرموزو پالیسیو له لارې یې غوښتي د افغان خاورې له لارې خپلو ستراتېژیکو موخو ته ورسیږي.

دوی پر افغان حکومت غږ کوي، چې د دې هېواد ورته څرګندونو ته جدي غبرګون وښيي او د خپلو خبرو د نه ثبوت او د ورته بې بنسټه ادعاوو د تکرار د مخنیوي په موخه دې له دې هېواد سره دې د نړیوالو اصولو له مخې له دې جدي چلند وکړي.

سیاسي شنونکی نادر افغان څرګندوي:« پداسې حال کې چې د ترورېستانو مرکزونه له څلورو لسیزو راهیسې پاکستان کې وو او پاکستان همدا ډول نیابتي او استخباراتي لوبې پر کار اچولې وې او په ټولو لوبو کې هدف دا و چې افغانستان کې نظامونه ضعیفه کړي، افغانستان کې نظامونو ته سقوط ورکړي، افغانستان کې د ضعیفو نظامونو له کبله ځان ته زیات امتیازات ترلاسه کړي او د افغانستان د ځمکې او فضا له لارې د خپلو ملي منافعو لپاره ګټه ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف او د دې هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منیر همدا روانه اوونۍ له اسلامي امارته د ټي ټي پي پروړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه مطرح کړې وه او دغه راز یې سرپرست حکومت د دوحې موادو بشپړې عملي کېدا ته رابللی و.

خو اسلامي امارت په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پاکستاني پوځ او امنیتي ارګانونو ناتواني بولي، چې په خبره يې اوس دغه هېواد په دې لټه کې دی څو د خپل ضعف پړه پر افغان حکومت ور واچوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist