Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م کارپوهانو ډله: افغانستان کې ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول ځپل کیږي

یوناما: د اسلامي امارت لخوا پر ښځو او نجونو محدودیتونه لا هم دوام لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/18

شااوخوا دوه کاله کیږي د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د ښځو او نجونو د حقونو او زده کړو پر سر ناندرۍ دوام لري.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما)  د مې او جون میاشتو لپاره د بشري حقونو په تړاو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، لا هم پر ښځو او نجونو محدویتونو لګولو لړۍ روانه ده چې وروستۍ بېلګه یې له اکزیټ ازموینې د نجونو منع کول یاد کړي.

د راپور یوه برخه:« د چارواکو لخوا د ښځو او نجونو په حقونو محدودیتونه لا هم دوام لري چې د ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې پر ۳ نیټه د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې یوازې نارینه زده کوونکي د اکزیټ ازموینه کې ګډون کولی شي. دغه پریکړه د هغو پریکړو یوه برخه ده چې ښځې او نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوې دي. »

راپور کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو ادارو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو یې کارونه اغیزمن کړي او له هغې ورځې چې بندیز پرې لګیدلی له کورونو کار کوي.

 دغه راز په راپور کې ویل شوي چې اسلامي امارت د پخوانیو محدودیتونو عملي کولو هڅې زیاتې کړې او د انجوګانو کارکوونکې یې له کار یا سفر منع کړې دي.

د راپور یوه برخه:« د ملګرو ملتونو پر ښځينه کار کوونکو محدودیتونو د دې سازمان په کار اغیزه کړې چې د اپریل میاشتې له ۵ نیټې وروسته د یوناما ټول ښځینه او نارینه کارکوونکي له کورونو کار کوي. د دې ترڅنګ یوناما داسې شواهد له ځان سره ثبت کړي چې چارواکو د پخوانیو محدودیتونو د عملي کولو لپاره د انجوګانو ښځینه کار کوونکې چې محرم ورسره نه وو له سفر منع کړې او یا کار کولو ته یې نه دي پریښې.»

د ښځو د حقونو د نقض ترڅنګ یوناما په راپور کې ویلي، د پخواني حکومت د پوځ سرتیري لا هم وژل کیږي او یو شمیر یې له مقاومت جبهې سره په لاس لرلو نیول شوي هم دي.

د راپور یوه برخه:« د پخواني حکومت د پوځیانو د خپل سرو وژنو په تړاو د یوناما د مستند کولو لړۍ روانه ده چې لا هم د هغوی وژل دوام لري. د بېلګې په ډول، د مې په ۱۷ نیټه تخار او ۲۴ نیټه سمنګان کې دوه افسران وژل شوي دي. د وژل کېدو ترڅنګ یو شمیر افسران پنجشیر او کابل کې له مقاومت جبهې سره د لاس لرولو په تور نیول شوي هم دي.»

که څه هم اسلامي امارت دې راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او ومو نشوی کړی نظر یې له ځانه سره  ولرو، خو له وړاندې یې دا ډول راپورونه بې اساسه بللي دي.

 اسلامي امارت ویلي، په واکمنیدو یې د ټولو حقونه خوندي شوي او پخوانیو چارواکو او نظامیانو ته عمومي عفوه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist