Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

الیزابیت هورسټ: القاعده له افغانستانه امریکا ته د ګواښ پېښولو توان نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/16

شااوخوا يوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي ول، چې القاعده شبکه نور په افغانستان کې نشته او د له منځه وړلو لپاره يې له اسلامي امارت مرسته غواړي.

د بایډن دې څرګندونو پر دوام، دا ځل د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا مرستیالې الیزابیت هورسټ که څه هم په افغانستان کې د القاعده د شتون په تړاو په څرګند ډول څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې يې ده چې افغانستان او له افغانستان څخه القاعده نور امریکا ته ګواښ نه ده.  

هورسټ زیاته کړې:« زه په دې تړاو ویلی شم، چې فکر نه کوم افغانستان اوس یو ګواښ دی او القاعده کولی شي له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته ګواښ پېښ کړي. که چېرې داسې کوم څه وي لکه څرنګه چې موږ ولیدل الظواهري یې بېلګه دی، موږ چمتو یوو چې په یو اړخیز ډول د دې ګواښ پاملرنه وکړو او له منځه یې یوسو.»

دا چې مخکې په افغانستان کې د القاعده په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې وې، خو د امریکا له لوري په افغانستان کې د القاعده شبکې د موجوديت له ردولو سره  د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې دا هېواد غواړي د سوله‌ییزو اړیکو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي او نړۍ ته ثابته کړي، چې نور په افغانستان کې د ترهګرۍ ځپلو لپاره جګړې ته اړتیا نشته.

خو امریکايي چارواکي په افغانستان کې د القاعده شبکې د شتون په تړاو په یوه خوله نه دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت چارواکي د جوبایډن هغه خبرې رد کړي، چې ګواکي اسلامي امارت ورسره د القاعدې په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د بايډن پر يادو څرګندونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال هم نیوکه کړې او له نوموړي یې غوښتي، چې خپلې خبرې بېرته واخلي او د افغانستان له سرپرست حکومت سره دې د اړیکو عادي کولو هڅې نه کوي.

مک کال زیاته کړې:« د بایډن خپله اداره کې چارواکي د هغه له دې ادعاوو سره موافق نه دي، چې القاعده په افغانستان کې نشته او طالبان له موږ سره مرسته کوي. ولسمشر جو بایډن باید سمدستي خپلې بې پروا څرګندونې بیرته واخلي او له طالبانو سره د اړیکو عادي کول دې ودروي.»

تازه اسلامي امارت د امریکایي چارواکو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د جو بایډن تېرو خبرو هرکلی یې کړی او د نوموړي څرګندونې یې د حقیقت درک بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist