د کاپیسا ولایت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د نفرایټ ډبرو کان د کېندنې چارې پیل شوې.
دوی وايي، له دې کانه به په کلني ډول درې زره ټنه نفرایټ ډبرې اسخراج کیږي او د في ټن نفرایټ ډبرو بیه ۴۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوې.
دغه راز دوی زیاتوي، یاد قرارداد یوه افغاني شرکت ته د پنځه کلونو لپاره ورکړل شوی او په خبره یې له دې سره به د سیمې ډېری اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.