وروسته له هغې چې په سویډن کې یو عراقي کس د اختر په لومړۍ ورځ د قران کریم یوه نسخه وسوځوله او سویډني چارواکو یې امنیت هم نیولی وه، په پراخه کچه یې غبرګونونه وپارول.
اسلامي امارت هم دا ناوړه عمل وباله او په غبرګون کې یې افغانستان کې د سویډن هېواد پورې ټولې تړلې چارې تر هغو بندې کړې چې سویډني چارواکو بښنه نه وي غوښتي.
تازه د افغانستان لپاره د سویډڼ کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له حاکمو چارواکو سره په خبرو بوخت دي ترڅو شته ستونزه حل کړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه قران کریم ته د سپکاوي هر ډول عمل په کلکه غندي. موږ د مذهب، عقیدې، توکم، قومیت یا بل هر ډول وېش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړو یا دښمنۍ رامنځته کولو هڅه او عمل غندو.»
یادې کمېټې ویلي، لسګونه زره ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې او شاوخوا ۸زره افغان کارکوونکي لري چې ټول یې د هېواد دیني او کلتوري ارزښتونو درناوي ته ژمن دي.
یادې کمېټې زیاته کړې، دولتي نه ده او سلګونه تمویل کوونکي لري چې ټولې چارې یې د شته قوانینو مراعت سره پر مخ روانې دي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه یوه غیرې دولتي اداره ده، چې څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې افغانستان کې د ماشومانو، مېرمنو، معلولیت لرونکو وګړو لپاره زده کړو، روغتیا او نور اړینې اسانتیاوې برابروي. دا کمېټه له لسیزو راهیسې فعالیت کوي او د افغانستان ټولو سیمو خلکو دودونو او کلتور ته یې په درنښت خپلې چارې ترسره کړي او ترسره کوي یې.»
خو د اقتصادي وزارت بیا وايي، اسلامي امارت اسلامي ارزښتونو او شعاریو ته ژمن دی او دې له امله چې سویډن کې د قران کریم نسخه سوځول شوې لا هم د دې کمېټې بشپړې چارې بندې دي.
سویډن کمېټې په خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په ۱۸ولایتونو کې څانګې لري، چې یوازې سږکال یې په وردګ او نورستان ولایتونو کې ۲.۵میلیونه ناروغانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، ۱۳۳۰۰۰ ماشومان د دوی له ملاتړه برخمن ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي او ۲۰۰۰۰ معلولو کسانو سره یې مرسته کړې.