د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چهارشنبې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د چنګاښ پر ۲۱ مه» په کابل کې له ترکي پانګه والو سره کتنه کې د پانګونې په تړاو خبرې کړي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې ترکیي پانګه والو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
ترکي پانګه والو ویلي، د افغانستان پر کانونو باندې به پانګونه او پروسس د افغانستان دننه کوي.
اخوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بیا د ترکیي پانګه والو له لېوالتیا چې د افغانستان په کانونو پانګونه کوي ستاینه کړې او د افغانستان د کان کېندنې قوانینو مطابق یې ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.