Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې هره ورځ دوه ماشومان د ناچاوده توکو له امله قرباني کېږي

اوچا: د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجي له کمښت سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/13

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې له کمښت سره مخ دی او له میلیونونه افغانانو سره يې مرستې بندې کړي.

د راپور یوه برخه:« د بودیجې نشتوالي له امله د خوړو نړیوال پروګرام اړ دی له ۸ میلیونه افغانانو سره، چې کافي خواړه یې نه درلودل خپلې مرستې بندې کړي. د دې ترڅنګ ۱.۴ میلیونه هغه میندې او ماشومان به له خوړو بې برخې شي، چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ورسره مرستې کیدې. له جولای میاشتې وروسته د ۱۵ میلیونه کسانو له ډلې یوازې ۵ میلیونه یې بیړنۍ مرستې تر لاسه کولی شي.»

په راپور کې د خوراکي توکو په برخه کې د مرستو کمېدو ترڅنګ ویل شوي، چې ښايي په دې لړ کې د افغانستان روغتيايي سکټور هم زيانمن شي او په پایله کې به يې نږدې ۸ میلیونه افغانان، له روغتیایي مرستو محروم شي.

د راپور یوه برخه:« د روغتیا برخه کې اټکل کېږي، که چیرې د تموېل کچه په اوسني حال پاتې شي نو ۷.۶ میلیونه خلک به د ژوند ژغورنې اړینو روغتیایي مرستو ته لاسرسی ونه لري. د بودیجې د کمښت له امله څلورو ولایتونو کې ۲۵ ګرځندویه روغتيایي مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې ۱۰۰ زره کسان لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د خوارځواکۍ په برخه کې له مرستو محروم شوي.»

د اوچا په راپور کې ویل شوي، افغانستان په روان ۲۰۲۳ کال کې هم د نړۍ د بحران ځپلو هېوادونو یو دی چې په هرو درېیو کسانو کې دوه هغه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

راپور کې وړاندې ویل شوي دي چې  د اړمنو کسانو ۷۷ سلنه هغه ښځې او ماشومان دي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان اوس هم د نړۍ د بحران ځپلو هېوادونو له ډلې دی، چې په ۲۰۲۳ کال کې د نفوس دوه پر درېیمه برخه یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. ښځې او ماشومان د محدودیتونو د زیاتوالي له امله تر ټول زیات بحران ځپلي چې د اړمنو کسانو ۷۷ سلنه برخه جوړوي.»

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي ول چې شااوخوا ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو په خبره يې دا اداره يوازې ۱۵ میلیونه هغو ته مرستې رسولی شي.

خو دا کچه د بوديجې د کمښت له امله په اوس کې ۵ ميليونه  کسانو ته راښکته شوې ده.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist