د سټنډرډ ملي ادارې له لورې د هرات په تورغونډۍ بندر کې ۱۷ ټانکره وارد شوي بې کیفیته ګاز بېرته ترکمنستان ته ورګرځول شوي دي.
د یادې ادارې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې۱۷ ټانکړه ګاز چې له سټنډرډونو سره برابر نه ول، بېرته ترکمنستان ته مسترد شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ډېر جدیت سره یې د بې کیفیته تېلو او ګازو د واردولو مخنیوي لپاره عملي کامونه پورته کړي دي.
خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو غوښتنه شوې چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو له واردولو ډډه وکړي، که نه له قانوني چلن سره به مخ شي.
۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي