د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، د کابل ښار سینمايې پامیر برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې په تېر ۱۴۰۱ کال کې غوښتونکو ته شااوخوا ۵۶ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
د یادې څانګې عمومي مدیر جاوید احمد کاکړ وایي، په ورځني ډول شااوخوا ۴۰۰ مراجعین لري، چې ځینې یې د بایومټریک مالوماتو د ثبت او یو شمېر نور بیا د برېښنایي پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
کاکړ زیاتوي چې په دغه څانګه کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش تر څنګ له وېش وروسته خدمتونو کې د زېږېدنو، مړینو او ودونو ثبت، غوښتونکو ته د پېژن پاڼو نوي کول او مثنی پېژندپاڼې وېشل کېږي.
د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د مالوماتو له مخې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته یې غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.