Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: افغانستان کې ۶۰ سلنه نجونې له لومړنیو زده‌کړو بې برخې دي

یونېسف: افغانستان کې ۶۰ سلنه نجونې له لومړنیو زده‌کړو بې برخې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/09

د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه راپو کې له لومړنيو زده‌کړو د محرومو نجونو او هلکانو شمېرې په ډاګه کړي دي.

د دې راپور له مخې، له تېر زېږديز کال راهیسې په افغانستان کې ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان د بېلابېلو لاملونو پربنسټ له لومړنیو زده‌کړو بې برخې دي.

په راپور کې کمزورې زېربناوې، کلونه جګړه، د مسلکي ښوونکو نشوتوالی او د مناسبو ښوونځیو نه‌شتون د ماشومانو د زده‌کړو پر وړاندې اصلي خنډونه یاد شوي دي.

د راپور برخه:« په افغانستان کې اوس مهال ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان چې د لومړنيو ښوونځيو عمر یې پوره کړی، زده‌کړو ته لاسرسی نه ‌لري. کلونه وړاندې جګړو او د زېربناوو کمزورۍ ځینې ښوونځي د ماشومانو لپاره نامناسب کړي دي. ډېری عامه ښوونځي مناسب ټولګي، مسلکي ښوونکي، د ښوونځي تجهیزات او داسې ځایونه نه لري چې ماشومان خپل لاسونه ومینځي.»

په افغانستان کې د يونېسف استازی فران ایکوزا هم د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو په برخه کې د لوړ کیفیت او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی.

هغه زیاته کړې:« موږ نه یوازې دا چې غواړو هر ماشوم په ښوونځي کې وګورو؛ بلکې موږ غواړو چې د ټولنې په کچه په رسمي او غیر رسمي دواړو چوکاټونو کې دوامداره زده‌کړې، روزنه او اسانتیا رامنځ ته کړو تر څو با کیفیته زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړو. د زده‌کړو چاپیریال باید خوندي وي او د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره په درسي کتابونو او تجهیزاتو سمبال وي، چې د نارینه او ښځینه مسلکي ښوونکو له خوا به رهبري کېږي.»

په راپور کې له افغان ماشومانو سره د زده‌کړو په برخه کې د جاپان له لوري د۱۰ میلیونه ډالرو د مرستو خبر هم ورکړل شوی او پر بنسټ به یې ۷۱ زره او۵۰۰ ماشومان زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

د راپور یوه برخه:« جاپان د دې هېواد د نړیوالې همکارې ادارې له لارې په افغانستان کې د زده کړې د کړکیچ په ترڅ کې د ماشومانو د زده کړو د دوام لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر مرسته وکړه. په دې مرستې سره به ۷۱ زره او ۵۰۰ ماشومان خپلو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.»

د چارو کار پوهان هم د غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې د ښځو او نجونو په اړه خپل ليدلوری نرم کړي، څو په خبره يې له نړیوالو سره پر مثبت تعامل سربېره نجونې او مېرمنې وکولی شي خپلو زده‌کړو او کار کولو ته ادامه ورکړي.

زده‌کړو ته د نجونو د محدود لاسرسي په اړه د ملګرو ملتونو دا ارزونه داسې مهال ده، چې عام خلک په کابل او ولايتونو کې له شپږم ټولګي د پورته زده‌کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو او د محصلو نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو د پرانېستلو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist