Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ښځو سینګارتونونو تړلو پرېکړه پراخ غبرګونونه لري

د ښځو سینګارتونونو تړلو پرېکړه پراخ غبرګونونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/06

په ټول هېواد کې د ښځو سینګارتونونو د بندولو په اړه د اسلامي امارت وروستۍ پریکړې په کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د اسلامي امارت د وروستۍ پریکړې د منفي اغیزو په اړه خبرې کړي او له واکمنو چارواکو یې غوښتنې چې د ښځو سینګارتونونو په اړه دې وروستۍ پرېکړه لغوه کړي.

یوناما زیاته کړې:«له حاکمو چارواکو غواړو چې په سینګارتونونو د بندیز پرېکړه دې بېرته واخلي. تازه دا پرېکړه د ښځو پر حقونو او د دوی پر اقتصادي وضعیت منفي اغیزه کوي. دغه اقدام د چارواکو له ملاتړ او هغو ژمنو سره په تضاد کې دی چې دوی له سوداګرو ښځو سره کړې دي. یوناما به د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د بېرته اخېستلو هڅه کوي.»

د ښځو حقونو فعالانې بیا وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره پر افغان مېرمنو ډېر فشارونه راوړل کېږي چې  د افغان ښځو په ورځني ژوند یې هم منفي اغیزه کړې.

د ښځو حقونو فعاله روح گل افغان وايي:« زده کړې او کار هغه موضوعات دي چې ا.ا پرې محدودیتونه ډېر کړي او په دې دلیل چې ا.ا غواړي څو له دغې لارې په استفادې د خپل قدرت د پايښت لپاره پر نړیوالې ټولنې فشار راوړي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې نظر دي چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زده کړو او د ښځو کار بندیزونو پرېکړې به د خلکو او دولت تر منځ واټن لا پسې پراخ کړي.

د دوی په خبره، د دې سیاستونو له امله به د نړیوالې ټولنې مرستې هم اغیزمنې شي او وېره شته چې په نړیوال سټېج افغانستان لا نور منزوي شي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« د ښځو حقونو او محدودیتونو په تړاو که چېرې ا.ا بدلون رانه ولي او ورځ په ورځ یې نور هم ډېر کړي، نو افغانستان به د منزوي کېدو پر لور وخوځیږي. نړۍ به خپلې مرستې او خدمتونه چې د افغانانو لپاره یې ترسره کوي، بندې کړي. دفترونه به بند کړي. ستونزې به پر ملت راشي. اقتصادي کړکېچ به زیات شي. خلک به له نظام واټڼ پیدا کړي او د طالبانو د نظام سقوط لامل به شي.»

څو ورځې وړاندې د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت  له لوري کابل ښاروالۍ ته په لېږل شوي مکتوب کې د ښځو د سینګارتونونو ټولو کارکوونکو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی دی چې خپل سینګارتونونه وتړي.

 دې پرېکړې په کور دننه او بهر غبرګونونه لرل چې په بد اقتصادي وضعیت کې داسې پرېکړه به د زرګونو افغانانو ژوند باندې اغیزه وکړي.

د مالوماتو له مخې، یوازې په کابل کې۱۲زره سینګارتونونه ثبت دي چې زرګونه کسان په کې پر کار بوخت وه او وېره شته چې بندیز سره به دا زرګونه کسان بې دندو او اقتصادي وضعیت به یې نور هم اغیزمن شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist