• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټلېګراف ورځپاڼه: افغانستان کې د تیر کال پرتله د کوکنارو حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی

ټلېګراف ورځپاڼه: افغانستان کې د تیر کال پرتله د کوکنارو حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/04

د اسلامي امارت له بيا واکمنیدو سره سم د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د یوه حکم له مخې، د نشه ‌يي توکو پر کرکيله بنديز ولګېد او کروندګر د سرغړونې په صورت کې پر مجازاتو وننګول شول.

تازه د برېټانیا ټلېګراف ورځپاڼې په خپل راپور کې افغانستان کې د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه بریالۍ ګڼلې او ویلي دي  د تېر کال پرتله په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات ۸۰ سنله کم شوي دي.

د راپور یوه برخه:« تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات۸۰ سلنه کم شوي ځکه چې طالبانو د کوکنارو ډېری فصلونه له منځه وړي او د کوکنارو کروندګرو او مجرمینو ته سزا ورکوي.»

د ورځپاڼې د راپور له مخې، وړاندې کلونه د افغانستان څلور پر پنځمه برخه کوکنار یوازې په هلمند کې کرل کیدل او د سپوږمکۍ په وسيله له ترلاسه شویو انځورونو ښکاري، چې په دې ولایت کې تېر کال ۳۲۰ زره جرېبه ځکه کې کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال دا اندازه ۲۵۰۰ جرېبو ته راښکته شوې ده.

د راپور یوه برخه:« یو وخت په هلمند کې د افغانستان د کوکنارو شااوخوا څلور پر پنځمه برخه تولیدېده. د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې سږ کال یوازې شااوخوا ۲۵۰۰ جرېبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي. په داسې حال کې چې تېر کال  د اټکل له مخې پر ۳۲۰ زره جرېبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو.»

د نشه‌يي توکو یوه برېتانوي کارپوه هیري شاپيرو له ټلېګراف ورځپانې سره خبرو کې له يادو توکو سره د سرپرست حکومت مبارزه د بشر په تاریخ کې بریالۍ بللې.

هغه زیاته کړې:« د طالبانو لخوا د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د بشر په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ هڅې دي، خو زه فکر کوم اندیښنه به دا وي، که هیروین د پام وړ کم شي او تر راتلونکي کال پورې په بازار کې ت لاسه نه شي، نو ډېری فینټینیل به سیسټم ته راشي. که چیرې فینټینیل او نور ورته توکي بازار ته وړاندې کیږي نو د روږدي کیدو پر ځای مړینه زیاتیږي. خلک تر څو ورځو پر هیرویینو نه روږدي کېږي، خو د فینټینیل لومړي وار استفاده وروستۍ هم ده.»

د ټلېګراف په راپور کې دا اندېښنه هم ښودل شوې، چې د کوکنارو پر وړاندې د مبارزې له امله به ډېری افغانان بې روزګاره شي او اړ کېږي څو خپل هېواد پریږدي.

سرپرست حکومت که څه هم دې  راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې کرونګرو ته به اصلاح شوي تخمونه د کوکنارو د بدیل په توګه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist