• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایډن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په تړاو له خپلې پرېکړې یو ځل بیا ننګه کړې

بایډن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په تړاو له خپلې پرېکړې یو ځل بیا ننګه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/02

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو له خپلې کړې پرېکړې یو ځل بیا ننګه وکړه.

بایډن وايي، کلونه وړاندې يې ويلي ول چې القاعده به په افغانستان کې نه يوازې دا چې ځای نه لري، بلکې پر وړاندې به يې په مبارزه کې طالبان هم ورسره همکاري کوي.

هغه زیاته کړې:« در یاد کړئ، چې ما هغه وخت څه وویل؟ ما وویل چې القاعده به هلته نه وي، ما وویل چې موږ به له طالبانو مرسته واخلو. اوس څه پېښېږي؟ رسنۍ مو وڅارئ، ما سم ویلي ول.»

په ورته مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د بایډن دا څرګندونې د حقیقت درک بللی او ویلي یې دي، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:« موږ په افغانستان کې د و سله‌والو ډلو د نه‌شتون په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونې واقعیت درک ګڼو او وايو چې دا د ملګرو ملتونو د بنديزو د څار ډلې هغه راپور تکذیبوي، چې ګواکې په افغانستان کې له ۲۰ ډېرې جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.»

د امریکا ځېنو پخوانيو چارواکو د جو بایډن دې څرګندونو ته ويلي، ښایي د نوموړي دا خبرې د امریکا د ملي اطلاعاتو شورا د هغو ارزونو پر اساس وي، چې څو ورځې وړاندې خپرې شوې وې.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي:« د افغانستان په اړه د لسمشر جوبایډن نننۍ څرګندونې ښایي د ملي استخباراتو شورا وروستۍ ارزونې پورې اړه ولري چې څو ورځې وړاندې د ډي.اېن.آی له خوا افشا شوې وې چې ځینې برخې یې له سره تنظیم شوي.»

شنونکي بیا دغه څرګندونې له واقعیت لرې بولي او بهرنیان د افغانستان په تړاو په بېلابېلو دریځونو او دوه مخي‌توب تورنوي.

د بایډن دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې مخکېنيو او برحاله امریکایي چارواکو ویلي ول چې القاعده ډله په افغانستان کې د منسجم کېدو په حال کې ده او په خبره يې دا احتمال شته چې تر ۲۰۲۴ زېږدیز کال پورې له افغانستانه بهر د عملياتو د ترسره کولو جوګه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist