په افغانستان او ډېری اسلامي هېوادونو کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۲ کال د چنګاښ ۷مه» د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
د لوی اختر لمونځ د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ټولو ولایتونو کې په جوماتونو او عیدګاوو کې د امن او سولې په فضاءکې ادا شو.
کابل ښاریانو د اختر لمونځ د عیدګاه، پل خشتي، عبدالرحمن، وزیراکبرخان او نورو جوماتونو کې ادا کړ او په ارګ کې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په حضور کې ادا شو.
د اختر د لمانځه په مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سربېره، د سترې محکمې مشر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او نورو چارو حضور درلود.
د لمانځه له اداء کولو مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټولو مسلمانانو او افغنانو ته د اختر مبارکي وویله او پر شتمنو هېوادوالو یې غږ وکړ چې د خپلو بې وزله هېوادوالو لاس نیوی وکړي.
برادر څرګنده کړه، چې بهرنیان اوس هم افغانان په ارامه نه پرېږدي، داسې ګنګوسې خپروي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې دي او خلک هڅوي چې هېواد پرېږدي.
برادر زیاته کړې،چې اقتصادي ستونزې له تېرو شلو کلونو په میراث پاتې دي او ډاډ یې وښود چې اسلامي امارت هڅه کوي چې شته اقتصادي ستونزې حل کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد د آبادۍ او ستونزو حل لپاره یې په بېلابېلو برخو کې کارونه پیل کړي او د هېواد اقتصاد یې مخ پر ښه توب روان دی.