د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خپل اختریز پیغام کې د اختر په شپو او ورځو کې د امنیت لا ټینګښت په موخه ټولو واليانو او امنيه قوماندانانو ته امر کړی دی چې له اړوندو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ په مرکز او ولایتونو کې امنيتي تابیاوې ونيسي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې حقاني امنیتي ځواکونو ته د امنیت ټینګښت ترڅنګ له خلکو سره د ښه سلوک او چلن سپارښتنه هم کړې ده.
په خپرپاڼه کې همدرانګه ټینګار شوی دی چې له هوايي ډزو باید ډډه وشي.
همدارنګه د اختر په شپو او ورځو کې د احتمالې ترافيکې پيښو د مخنیوې لپاره له ټولو هېودوالو غوښتل شوی چې ترافيکې اصول او مقررات په نظر کې ونيسې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي، جوماتونه او ټول عبادتځایونه چې د اختر لمونځ په کې کېږي، تر امنیتي تدابیرو لاندې دي او دا چې په دې برخه کې دې خلک له حوصلې او همکارۍ کار واخلي.