د کندهار کډوالو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې د آی.او.ایم، اېن.آر.سي، یونېسف، ایچ.آر.ډي. او نورو اړوند موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لګول شوی دی.

په همدې تړاو په یوه مکتوب کې چې یادو ادارو او سپین بولدک کې د کډوالو چارو امریت ته لېږل شوی ویل شوي، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، په ټولو موسساتو کې ټولې ښځینه کارکوونکې به تر امر ثاني پورې په خپلو کورونو کې پاتې وي او دندو ته به نه حاضرېږي.

په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست په خپل نوي خپاره کړي لیک کې ویلي، په سپین بولدک کې د کډوالو د چارو موسسې هغه اصول مات کړي، چې دوی یې غوښتنه کوي.

اسلامي امارت په کندهار کې د ناروې کډوالو د شورا له مشر یان ایګلنډ سره تېره میاشت هوکړه کړې وه، چې ښځینه کارکوونکې به په مرستندویه موسسو کې کار کوي.

ایګلنډ د تېرې جوزا په پنځلسمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، ښځینه مرستندویه کارکوونکو په کندهار کې کار پیل کړ.

کندهار کې د کډوالو اړوند موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار دا بندیز وروسته له هغې لګول کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت پېژندلو امکانات له منځه وړي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ