امریکا ته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د دوه اړخېزو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بایډن او مودي لېدنه کې د یوه سوله ییز، امن او باثباته افغانستان لپاره پر خپل کلک ملاتړ ټینګار کړی دی.

د هند او امریکا مشرانو دغه راز په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه هم خبرې کړي او افغانانو ته یې د بېړنیو بشري مرستو د دوام پر اړتیا هوکړه کړې ده.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، جو بایډن او مودي پر اسلامي امارت غږ کړی چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.

اسلامي امارت د امریکا او هند د مشرانو تازه څرګندونو ته تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ویلي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونو او بیان ازادۍ ته ژمن دي.

/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ