انجه چې کښت يې وړاندې کلونه د هېواد په شمال کې دود وه، دا مهال يې په سوېلي ولايتونو کې هم بزګران د نشهيي توکو پر ځای د ګټې وټې په موخه کري.

۳۲ کلن محمد علي د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د سیدانو کلي اوسېدونکی دی وايي، پر یو جریب ځمکه یې انجه کرلې.

محمد علي وايي، انجه کمې اوبه او خواري غواړي او ګټه يې هم د کوکنارو د کښت پرتله څو برابره زیاته ده.

محمد علي زیاتوي:« د انجې کښت په لومړیو ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې اوبه غواړي، کله چې شنه شي، بیا یوه یا یوه نیمه میاشت اوبه نه غواړي.»

په هلمند کې د کرنیزو چارو کارپوهان بیا وايي، د دغه ولایت اوبه او هوا د انجې کرکیلې ته خورا ښه ده او په خبره یې دا مهال د دې ولایت په ګرمسېر، ګرشک او نوزاد ولسوالیو کې یې ښه حاصل ورکړی دی.

هلمند کې د انجي زراعتي شرکت مسوول شیر محمد نیکزاد وايي:« انجه په افغانستان کې له پخوا و خته وه. افغانستان پراخه دښتې لري او دا خپله یو طبعي بوټی دی، خو وړاندې دومره توجه ورته نه کېدله، لکه څنګه چې اوس ورته کېږي. موږ په هلمند کې له تېر کال راهېسې د انجې کښت ته مخه کړې، په دې خاطر چې په افغانستان کې کوکنار بند شول او د بزګرانو لپاره ښه بدیل دی. د انجې محصول د کوکنار پرتله درې یا څلور برابره زیات دی.»

بل خوا د هلمند د اطلاعاتو او کولتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي، انجه د کوکنارو ښه بدیل دی او کروندګر باید ورته مخه کړې.

ریاض زیاتوي، دا مهال د هلمند په یوشمیر ولسوالیو کې کروندګرو د انجې کښت کړی، خو په خبره یې هڅه کوي کروندګر د انجې کر ته وهڅوي.

انجه وړاندې یوازې د هېواد په شمالي ولایتونو کې کرل کېده، خو په هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته سویلي ولایتونو کې هم د د دودېدو په حال کې ده.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ