رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی،چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هیبت الله اخوندزاده او د قطر لومړي او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني د مې میاشتې پر ۱۲مه نېټه په کندهار کې سره لېدلي دي.
رویټرز ته سرچینې تائید کړې،چې په لېدنه کې پر ښځو د کار او زده کړو بندیزونو پرېکړو بېرته اخېستلو غوښتنه شوې.
د مې میاشتې دویمه اونۍ پرمهال د قطر پلاوي کندهار ته سفر کړی او هلته یې له لوړ پوړو افغان چارواکو سره په ځینو موضوعاتو خبرې کړې وې.
خو هغه وخت دا نه وو په ډاګه شوې،چې د قطري پلاوي مشر د اسلامي امارت له مشرتابه شیخ هیبت الله اخوندزاده سره هم کتلي.
رویټرز داسې مهال د قطر لومړي او بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت مشرتابه سره د لیدنې خبر ورکوي چې تر دې وړاندې، شیخ هبتالله اخوندزاده د اسلامي همکاریو سازمان له یوه پلاوي سره له کتنې ډډه کړې وه.
اسلامي امارت تر دې دمه دې موضوع په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.