د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) مشرانو درې ورځنۍ ناسته چې د جاپان په کوربتوب دا ځل تر سر شوه،د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ په کې د افغانستان په تړاو هم بحثونه شوي دي.
یادو هېوادونو یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د ثبات او بشري وضعیت پر وړاندې ګواښونه زیات شوي او له اسلامي امارت یې غوښتي دي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې کړې ژمنې پوره کړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« دا اندیښنې شته دي، چې په افغانستان کې ثبات او ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت ته ګواښونه زیات شوي. موږ پر طالبانو غږ کوو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د دې ډاډ ورکړي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته د ګواښ ، د ترهګریزو کړنو د پلان، تمویل او ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره به نه کارول کېږي.»
له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو زده کړې او کار بله هغه موضوع ده،چې تل نړیوالو ستیجونو کې پرې خبرې کیږي.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د ښځو پر وړاندې وروستي بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه بللې او په سمدستي توګه یې د بېرته اخېستلو غوښتنه کړې.
د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو په اړه د طالبانو له سیستماتیکو سرغړونو سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او د نه منلو وړ پریکړو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د پریکړو بېرته اخېستلو غوښتنه کوو. ټول افغانان باید د عامه ژوند په ټولو برخو کې له پوره، مساوي او مانا لرونکي ګډون څخه برخمن شي او بشري مرستو او بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی ولري.»
اسلامي امارت بیا د نړیوال دا ډول څرګندونې بې اساسه بللي او تل یې له نړیوالو سره د ښه تعامل ویلي. د نړیوالو د اندېښنو سربیره سرپرست حکومت لا هم ټنګار لري،چې افغانستان کې امنیت راغلی دی او د جعلي اسناد پر اساس دې له تورونو لګولو ډډه وشي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر هم په دې باور دي، چې افغانستان تل د ترهګرۍ قرباني پاتې شوی او په نظر يې ترهګر د دې هېواد له پولو بهر پټن ځایونه لري.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو ګډونوالو له ترهګرۍ، ښځو حقونو ورکړې ترڅنګ له اسلامي امارت غوښتي دي،چې ټولګډونه حکومت او د ملګرو ملتونو منشور ته دې درناوی وکړي.