یادو کارپوهانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي،چې دا سزاګانې د نړیوال قانون خلاف او غیر انساني دي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د خلکو سنګسار کول یا تر د یوال لاندې کول او دا ډول نورې شکنجې او مجازات، دا سزاګانې د نړیوالو قوانینو خلاف دي. موږ پر مسوول چارواکو غږ کوو،چې په سمدستي توګه د مرګ د سزا او درو وهلو په ګډون ټولې جسمي سزاګانې بندې کړي.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وړاندیز کوي، که په هېواد کې ټولو خلکو باندې یو ډول حدود تطبیق او سزاګانې ورکړل شي، نو د نړیوالو لپاره به دې موضوع کې د نیوکې ځای پیدا نه شي.
خو دیني عالمان حدود عملي کول په اسلام کې یوه وجیبه ګڼي او وايي، دا د قران یو امر دی،چې د عبرت لپاره تطبیق کېږي او پرې نیوکه له اسلام ناخبره خلک کوي.
تازه اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دې غوښتنې ته کوم غبرګونه نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې د یوناما راپور بې اساسه بللی وه او حدود یې د شرعیت یو اصل بللی دی.