Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین یو ځل بیا افغانستان کې له ترهګرۍ سره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې

چین یو ځل بیا افغانستان کې له ترهګرۍ سره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/11

د چین بهرنیو چارو وزارت  په یوه خبرپاڼه کې یو ځل بیا په افغانستان کې  د ترهګرۍ پر وړاندې د عملي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت باید خپله کورنۍ او بهرنۍ پالیسي منځلاري کړي او د نړۍوال باور لپاره باید په ځینو پرېکړو کې تغیر راولي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د نورو مسایلو ترڅنګ، نړۍ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه ځینې اندېښنې او تمې لري. هېله ده،چې افغان لوری په راتونکې کې د منځلارې کورنۍ او بهرنۍ پالیسي په رامنځته کولو او د ښځو او ماشومانو د حقونو او ګټو په ساتنه کې پرمختګ وکړي. زموږ هېله دا ده،چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او د عملي اقداماتو او پایلو ته د رسېدا په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي. موږ هېله لرو،چې سرپرست حکومت به پر سم لوري ګام واخلي، ترڅو د نړۍوالې ټولنې باور او اعتماد خپل کړي.»


د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغان لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی،چې افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي،خو بیا هم اندېښنې لري.

یاد وزارت له نړۍ سره د سرپرست حکومت تعامل او اړیکې مهمې بولي  او زیاتوي، د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته باید درناوی وشي.


د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان د پخواني ملګري په توګه، چین په دې باوري دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه بېل نه وي، د افغانانو ګټې او خوښې باید له دوی نه وانه خیستل شي او د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.»

کارپوهان په دې اند دي،چې چین کورني امنیت ترڅنګ افغانستان کې پانګونې او لویو پروژو لپاره د امنیت په لټه کې دی.


د چین د بهرنیو چارو وزرات په دې خبرپاڼه کې کې د پاکستان درې اړخیزه ناسته چې څو ورځې وړاندې په یاد هېواد کې ترسره شوه بریالۍ یاده کړې او د چین او افغانستان ترمنځ یې د ښه ګاونډیتوب،ملګرتیا او عملی همکارۍ په برخه کې رول حیاتي بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist