Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: عمران خان ښايي په زندان کې ترور شي

خلیلزاد: عمران خان ښايي په زندان کې ترور شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/11

پاکستان کې د مخکېني  لومړي وزیر عمران خان له نیولو کېدو وروسته، افغانستان لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امکان شته دی، چې عمران خان په زندان کې ترور شي.

خلیلزاد ویلي، د عمران خان نیول هم خورا بد چلن شوی او زیاته کړې یې ده،چې اوس هم په زندان کې ورسره ناوړه چلن روان دی.

هغه زیاته کړې:« داسې مخ پر زیاتیدو وېره موجوده ده،چې ښایي عمران خان په توقیف کې ترور شي. عمران خان خپله دا اندېښنه د محکمې له مسوولینو سره شریکه کړې ده.» د پاکستان مخکېني لومړی وزیر عمران خان به د راتلونکو اوو ورځو لپاره په زندان کې وي.

بلخوا د اسلام آباد پولیس وایي،چې د عمران خان له نیول کېد وروسته یې د هغه تحریک انصاف ګوند اووه مشر غړي هم نیولي دي،چې په ډله کې یې د پاکستان پخوانی بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم شامل دی.


پولیسو ویلي،چې یاده نیونه یې قانوني ده او خبرداری یې ورکړی،چې نور کسان به هم ونیسي.

د پاکستان پوځ وایي،هېواد کې د روانو ناندریو او ګډوډیو تر شا د عمران خان ګوندي ملګرو لاس دی،خو تحریک انصاف ګوند په یوه اعلامیه کې بیا دا تورونه رد کړي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ په دې بارو لرو،چې خپلې موخې به په سوله ییزه، له تاوتریخوالي پرته او اساسي قانون په رڼا کې ترلاسه کوو. تحریک انصاف ګوند تل له اساسي قانون د انحراف مخالفت کړی دی. د عمران له نیول کېدو وروسته روان وضعیت ګڼ عوامل لري.»


له دې وراخوا د پاکستان اوسني بهرنیو چارو وزیر او  د پاکستان خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي،چې د مې نهمه چې عمران خان په کې ونیول شو،د خپل هېواد په تاریخ کې یې توره ورځ بللې ده.

زرداري زیاته کړې:« موږ یانې د پاکستان خلکو ګوند هېڅکله د یوه سیاستوال نیول کېدل نه دي نمانځلي،ځکه موږ په دې باور یو،چې د یوه سیاسي مشر نیول کېدل د سیاست ناکامي ده.»


له لاهور څخه بیا راپورونه دا دي،چې لاریونوالو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر کور هجوم وروړی دی، خو په کور کې یوازې د هغه ساتونکي موجود وو.

پاکستان کې د روانو ګډوډیو له امله تر دې دمه۱۰  کسان مړه شوي او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان دي،چې پکې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي
نړۍ

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist